د لاسرسي ځای

ډنمارک او جرمني د اورګادې تګ راتګ لارې بندې کړې


د ډنمارک د اورګاډي ادارې د جرمني او ډنمارک ترمينځ د اور ګاډو تګ راتګ تر غير اعلانيه مودې ځنډولی دی چې له دغه هېواده په سوونو پناه غوښتونکي ډنمارک ته ځي او هڅه کوي چې په سویډن کې پناه واخلي.

د ډنمارک د اورګاډي ادارې د جرمني او ډنمارک ترمينځ د اور ګاډو تګ راتګ تر غير اعلانيه مودې ځنډولی دی چې له دغه هېواده په سوونو پناه غوښتونکي ډنمارک ته ځي او هڅه کوي چې په سویډن کې پناه واخلي.

دا پریکړهتر دې وروسته وشوه چې د ډنمارک پولیسو د چارشنبې پر ورځ د ریل یو شمیر سفرونه هغه وخت وځنډول چې په سلګونو کډوالو چې اکثریت یې د شام وو له چارواکو سره د نومونو د لیکلو په وخت همکاري نه کوله.

په سلګونو کډوال بیا پر لویه لاره د سویډن په لور روان شول چې د ډنمارک پرتله پناه غوښتونکو ته ښه شرایط لري.

پناه غوښتونکي دا ویره لري، که چیرته د دوی نومونه په ډنمارک کې ولیکل شي بیا به نه شي کولای چې په سویډن کې پناه واخلي.

په اروپا کې تر ټولو ډېر کسان په جرمني او سویډن کې پناه اخلي.

د ډنمارک پارلمان تېره اونۍ پریکړه وکړه چې له نویو کډوالو سره فلاحي مرستي نه کوي چې له دې سره به پناه غوښتونکو لپاره دغه هېواد ډير غوره نه وي.

په روان کال کې په لکونو کډوال اروپا ته راغلي دي چې د دوی د استوګنې پر سر د اروپایي هېوادو تر منځ جنجال پیدا شوی دی.

XS
SM
MD
LG