د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار چارواکو ته د امنیتي ستونزو په اړه لارښوونې وشوې


د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي چې د ننګرهار چارواکو ته یې د دغه ولایت د ناامنه ولسوالیو د امنیتي ستونزو په اړه لارښوونې کړې دي.

د ننګرهار د خوګیاڼیو یو شمیر قومي مشرانو او دیني عالمانو د چارشنبې پر ورځ په ارګ کې د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د خپلې سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وویل چې د ننګرهار د خوګیاڼیو او نورو ناامنه سیمو له ستونزو خبر دی او د هواري لپاره یې لارښوونې کړې دي.

ویل کیږي چې د طالبانو او اسلامي دولت وسله والې ډلې د جګړو له وجې په ننګرهار کې په زرګونو کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي او ملکي خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG