د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر ایجنسۍ کې د امن کمېټۍ نهه غړي وژل شوي


د خیبر ایجنسۍ تیرا سیمه
د خیبر ایجنسۍ تیرا سیمه

د خيبر ايجنسۍ چارواکي وايي ، د حکومت پلوه امن کميټۍ د ٩ رضاکارانو مړي يې موندلي دي.

خیبرایجنسۍ: د خيبر ايجنسۍ چارواکي وايي ، د حکومت پلوه امن کميټۍ د ٩ رضاکارانو مړي يې موندلي دي.

د خیبر ایجنسۍ د پولیټکل انتظامې چارواکي وايي چې د امن کمېټۍ دا غړي څو ورځې وړانېډ وسله والو له لرې پرتې سیمې تیرا څخه تښتولي وو.

د ځايي سرچينو په وينا، وسله والو د تيرې یکشنبې په ورځ د حکومت پلوه امن کمېټۍ څوارلس کسان تښتولي وو.

د دوی په وینا ، له دې تښتول شوو کسانو څخه پنځه د تېرې دوشنبې په ورځ او پاتې نهه یې د چارشنبې په ورځ وژلي دي.

د خيبر ايجنسۍ يو ځايي خبريال سيلم الرحمن د چارشنبې په ورځ مشال راډویو ته وویل چې پرون له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل ، وسله والو شپاړس کسان نیولي وو خو دوه یې ځکه پرېښي وو چې عمرونه یې کم وو.

د خیبر ایجنسۍ يو امنيتي چارواکي هم فرانس پریس خبري اژانس ته د دې پېښې پخلی کړی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG