د لاسرسي ځای

اذربایجان د ټرانسپورټ او ټکنالوژۍ په برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي


اذربایجان ژمنه وکړه چې د ټرانسپورټ،انرژي او ټکنالوژي په برخو کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو په وزارت کې د نړیوالې پراختیایي څانګې مشر اشرف شیخ علییف د چارشنبې پر ورځ په باکو کې وویل، هېواد یې د باکو تبلیسي د اورګاډي پټلۍ جوړوي او په سمندر کې پر یوه نوي بندر کار کوي څو د افغانستان لپاره داسې زمینه برابره شي چې له دې لارې نړیوال بازار ته لاره وکړي.

اشرف شیخ علییف زیاته کړه چې اذربایجان به د افغانستان د وسله والو ځواکونو له مرستندوی صندوق سره مرسته وکړي او یو شمیر بورسونه به هم افغان زده کوونکو ته ورکړي.

اشرف علییف وویل چې دا او یو شمیر نورې ژمنې اذربایجان تېره اونۍ په کابل کې د نړیوال کنفرانس په ترڅ کې هم وکړې

XS
SM
MD
LG