د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبد الله: ګاونډی هيواد د افغان دولت د سقوط په لټه کې دی


د افغان حکومت اجرایه رییس وایي، ګاونډی هيواد د افغانستان د دولت د سقوط په لټه کې دی او له ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د افغان حکومت اجرایه رییس وایي، ګاونډی هيواد د افغانستان د دولت د سقوط په لټه کې دی او له ترهګرۍ ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله نن د شهېد د اوونۍ په لمانځغونډه کې که څه هم د کوم هيواد نوم یاد نه کړ خو اشاره يې پاکستان ته وه چې دا ګاونډی په افغانستان کې د یوه لاسپوڅي نظام د راوستلو او د حاکم نظام د له منځه وړلو هيله لري.

((آیا مونږ ټول په دې غونډه کې په دې معتقد نه یو چې زموږ په ګاونډ کې یو هيواد له ترهګرۍ ملاتړ کوي او پياوړې کوي يې. په دې هيواد کې د مزودر رژیم د واکمنېدو خوب په سر کې لري.))

عبدالله زياته کړه، افغان اتلانو ثابته کړې چې افغانستان هيڅکله د چا غلامي نه مني او د خاورې د دفاع لپاره کلک چمتوالی لري.

د حکومت اجرایه رییس همداراز پر هغو مخالفینو چې د افغانستان د ورانېدو په لټه کې نه دي غوښتنه وکړه چې له مخالفته لاس واخلي او له حکومت سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG