د لاسرسي ځای

د عراق په پلازمېنه بغداد کې وسله والو د دې هیواد د انصاف ځای ناستی مرستیال وزیر تښتولی دی.

عراقي چارواکي وايي ، دا وزیر عبدالکریم نومېږي چې د سېشنبې په ورځ تښتول شوی او د هغه موټر چلوونکی ټپي کړل شوی دی.

د چارواکو په وینا ، عبدالکریم د انصاف د مرستیال وزیر تر څنګ د مالي او انتظامي چارو د مشر په توګه هم دنده پر غاړه لري.

د عراق د کورنیو چارو د وزارت ویاند بریګېډیر جنرال سعد مان ویلي چې د عبدالکریم ساتونکی خوشی کړل شوی دی خو وزیر لا هم د وسله والو په ولکه کې دی.

دا له هغه څلور ورځې وروسته ده چې وسله والو په صدر ښار کې د ترکي د یو مشهورې تعمیراتي کمپنۍ ۱۸ کارکوونکي وتښتول.

دا لا نه ده مالومه چې دا دواړې پېښې به چا کړې وي خو د سیاسي لاملونو او پېسو لپاره تښتول اوس په بغداد کې عام دي.

د دې پېښو تور زیاتره پر جنايي ډلو، شعیه وسله والو او د هغوی پر ملګرو پورې کېږي.

XS
SM
MD
LG