د لاسرسي ځای

امريکا وايي، د نشيي موادو ضد افغان پوليسو د وژنې پلټنې کوو


د امریکا پوځي چارواکي وايي ، دوی په افغانستان کې د هغه هوايي برید په اړه پلټنې کوي په کوم کې چې د ځايي چارواکو په وینا د نشيي موادو ضد پوليسو ۱۱ کارکوونکي وژل شوي وو.

د امریکايي پوځ بریګېډیر جنرال ویلسن شوفنر د سېشنبې په ورځ وویل، کوم مالومات چې موږ تر لاسه کړي دي د هغه پر اساس موږ فکر کوو چې د دې پېښې باید پلټنې وشي.

دا هوايي برید د روانې میاشتې پر شپږمه نېټه په جنوبي ولایت کندهار کې شوی وو.

افغان چارواکي وايي چې د ناټو یو هوايي برید په هلمند کې د نشيي موادو ضد کارکوونکي ۱۱ افغان پولیس وژلي دي.

د دوی په وینا دا هغه وخت شوی کله چې د ناټو ځواکونو د نشيي موادو د قاچاقبرانو نیولو هڅه کوله.

خو امریکايي پوځ وايي چې په هلمند کې یې داسې هوايي برید نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG