د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا استازي په آیین کې د بدلون لپاره د یو قرارداد مسوده وړاندې کوي


د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو غړي نن په آیین کې د بدلون لپاره د یو قرارداد مسوده وړاندې کوي.

د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو غړي نن په آیین کې د بدلون لپاره د یو قرارداد مسوده وړاندې کوي.

د دې قرارداد هدف دا دی چې د پاکستان په آیین کې ۲۴۷مه ماده دې ختمه کړل شي او د قبایلي سیمو استازو ته دې په قانون جوړونه کې واک ورکړل شي.

د قبایلي سیمو استازي وايي ، د یاد قرارداد بله موخه دا هم ده چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه ور ګډې کړل شي.

د خیبر ایجنسۍ سنېټر حاجي مومن خان اپرېدي د دې قرارداد په اړه بېګا (سې شنبه) په اسلام اباد کې مشال راډیو ته وویل:

((موږ اميد لرو چې دا به ومنل شي، ځکه چې دا يوه ورځ نه ده، له عمرونو دا کيسې روانې دي. تر کومه وخته موږ دا شی ځای ته نه وي رسولی، زموږ تحريک به جاري وي. موږ پاکستانیان يو او په پاکستان کې چې کوم حق يو عام ښاري لري، هغه حق بايد موږ د فاټا ولس ته راکړل شي.))

د یادونې وړ ده چې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشران بیا که څه هم د قبایلي سیمو استازو ته د خپلو سیمو لپاره د قانون سازۍ د حق غوښتنه کوي خو دریځ لري چې قبایلي سیمې دې یوه بېله صوبه شي.

XS
SM
MD
LG