د لاسرسي ځای

کرزی: پاکستان هڅه زياته کړې چې ډيورنډ کرښه رسمي کړي


په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړیکو کې ترینګلتیا زياته شوې، پخواني افغان ولسشمر حامد کرزي یوځل بیا د پاکستان پوځ تورن کړ چې د ډیورند کرښې په رسمیت پیژندو ته یې هڅې ډيرې کړي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړیکو کې ترینګلتیا زياته شوې، پخواني افغان ولسشمر حامد کرزي یوځل بیا د پاکستان پوځ تورن کړ چې د ډیورند کرښې په رسمیت پیژندو ته یې هڅې ډيرې کړي دي.

کرزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د (ډیورنډ، ګندمک: پرون، نن او سبا) تر عنوان لاندې یوه سېمینار کې چې د افغان مشورتي او څېړنیز مرکز له خوا رابلل شوی و وویل چې افغانستان به هیڅکله د پاکستان دې ډول فشارونو ته تسلیم نه شي.

((د پاکستاني پوځ دا هڅه چې د ډیورنډ کرښه په موږ په رسمیت وپيژني، ډېره شوې ده او په مختلفو وسایلو د دې هڅې کوښښ کیږ خو افغانان یې بیا هم نه مني. دا په دې مانا ده چې خدای مه کړه موږ به داسې کوو چې د بې ګناه انسانانو وینه توی شي؛ نه داسې به هیڅکه هم ونه شي، موږ یو پرمختللی ژوند غواړو او په متمدن ژوند کې د ټولو هغو مظلمو او د پرديو تر واکمنۍ لاندې راغلیو انسانانو ازادي غواړو.))

کرزي زياته کړه، افغانان نه غواړي له پاکستان سره په جګړه کې ښکېل شي ځکه د ده په باور افغانستان د پاکستان له ولس سره هیڅ ډول ستونزه نه لري.

له دې وړاندې حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په دوران کې هم ویلي و چې هېواد به یې د ډیورنډ کرښه هیڅکله په رسمیت ونه پیژني.

د ډیورند کرښې قرارداد په ۱۸۹۳م کال کې د افغانستان او بریتانوي هند لخوا لاسلیک شوی خو تاریخ پوهان وایي، دا قرارداد هغه مهال پر افغان حکومت تپل شوی و او داسې څه په کې نشته چې ډیورند کرښې ته رسمیت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یوشمېر پاکستانيو چارواکو د ډیورنډ کرښې موضوع یوه حل شوې مسله بللې وه.

ډیورنډ کرښه د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د بریتانیا تر استعمار لاندې له هند سره د یوه تړون په ډول تعین شوې وه خو د پاکستان په جوړېدو سره دا کرښه په رسمیت ونه پیژندل شوه او اوس هم د دواړو هيوادونو ترمنځ د یوې جدي ستونزې په توګه پاتې ده.

په ورته وخت کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز غړی عبدالحمید مبارز په دې بارو دی چې پاکستان پر افغانستان باندې د فشار راوړلو له لارې غواړي د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست په لاس کې واخلي.

((پاکستان له موږ څه غواړي؟ د پاکستان ستراتیژیک عُمق باید قبول کړو، له هند سره مو اړیکې راکمې کړو، بهرنی سیاست مو د پاکستان تر نظر لاندې وي، زموږ په خاوره کې د خپلو مخالفانو پر ضد عملیات وکړي خو د دوی په خاوره کې موږ نه شو کولای، په عوض کې طالبانو ته په افغان حکومت کې ځای غواړي، زموږ په اساسي قانون کې د طالبانو د ځای کېدو لپاره تغیرغواړي، ياني موږ ترهګرۍ ته سرټیټ کړو او د پاکستان غوښتنې ومنو څو په تدریجي ډول له منځه ولاړ شو.))

مبارز زياته کړه، که افغان ولس د پاکستان د توطيو او دسیسو پر وړاندې په خپل وخت اقدام ونه کړي نو په راتلونکي کې به لازم فرصتونه له لاسه ورکړي.

افغان تاریخ لیکونکي په دې باور دي چې د ډیورنډ او ګندمک په معاهدو کې هېڅ داسې لاسلیک شوی سند نه دی موجود چې د هغې له مخې د افغانستان خاوره تجزیه کړي بلکې د دې دواړو سندونو هدف یواځې د سیاسي نفوذ ثابتول دي.

دوی وايي، پاکستان دې بې ځایه هڅه نه کوي چې د ډیورنډ فرضي کرښه د دواړو هيوادونو ترمنځ د پولې په توګه په رسیمت وپيژني.

XS
SM
MD
LG