د لاسرسي ځای

د بلوچستان حکومت وايي رپوټونه دي چې الله نظر وژل شوی


د بلوچستان حکومت وايي داسې رپوټونه دي چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لیبرېشن فرنټ مشر ډاکټر الله نظر وژل شوی دی.

دا خبره د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي د سېشنبې په سهار په يوه خبري غونډه کې وکړه.

سرفراز بګټي وویل ، د ناتاييد شويو راپورونو له مخې د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لیبرېشن فرنټ مشر قومندان ډاکټرالله نظر بلوڅ د دوي په عملياتو کې وژل شوی دی.

خو نوموړي وویل چې له دوي سره نه هم د هغه د وژل کېدو دقیق شواهد شته او نه هم د هغه د ژوند.

آزادو سرچېنو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG