د لاسرسي ځای

پاکستان د خیبر له سپاه قبیلې دولس کروړ ه روپۍ جرمانه غواړي


د خیبر ایجنسۍ یو پخوانی عکس

د خیبر ایجنسۍ یو پخوانی عکس

د خيبر ايجنسۍ د باړې تحصيل د سپاه قبیلې مشرانو له حکومته غوښتنه کړېده چې له دې سیمې بې کوره کړل شوي کسان دي ژر تر ژره ستانه کړي.

پېښور:د خيبر ايجنسۍ د باړې تحصيل د سپاه قبیلې مشرانو له حکومته غوښتنه کړېده چې له دې سیمې بې کوره کړل شوي کسان دي ژر تر ژره ستانه کړي.

دا څرګندونې دې مشرانو د دوشنبې په ورځ د پېښور په مطبوعاتي مرکز کې د خبري غونډې پر مهال کړې دي.

په خبري غونډه کې شریکو مشرانو وویل چې حکومت پر دوي جرمانه لګولې ده اوتر څو چې يې جرمانه نه وي ورکړې تر هغه وخته خپلو سیمو ته نشي تلای.

د تحریک حقوق باړه په نوم سازمان مشر شاه فېصل اپرېدي مشال راډیو ته وویل ، د سپاه قبیلې بې کوره کړل شوي خلک پر دې سربېره نه پرېښودل کېږي چې د باړې د کډوالو ستنېده روان دي.

شاه فیصل زیاته کړه چې حکومت د سپاه قبیلې د وګړو ستنېده په دې پورې تړلي دي چې لومړی به دولس کروړه روپۍ جرمانه ادا کوي.

ده وویل ، دوی نور نه دي خبر چې دا جرمانه چا لګولې ده خو دوی ته پولیټکل انتظامې ویلي چې دا جرمانه په خیبر یو نومي عملیاتو کې پوځ ته د رسېدلي زیان په غبرګون کې لګول شوې ده.

XS
SM
MD
LG