د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر : د زیربنايي پروژو لپاره ارزانه پورونو ته اړتیا لرو


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت د زیربنايي پروژو د عملي کولو لپاره اوږد مهالو او ارزانه پورونو او د مصرف معیاري سیسټمونو ته اړتیا لري.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني د دوشنبې پر ورځ د حکومت له یو شمېر غړو او سلاکارانو سره په افغانستان کې د زیر بنیايي پروژو د احیا پراهمیت خبرې وکړې او د افغانستان د اوبو او بریښنا مدیریت یې یو اساسي شرط بللی دی.

ښاغلي غني ویلي:

“د زیربنايي پروژو د عملي کیدو لپاره باید په افغانستان کې د اورګاډي حلقوي کرښه بشپړه شي او د دې لپاره د ځمکو د استملاک اړتیا ده”

XS
SM
MD
LG