د لاسرسي ځای

چوهدري نثار: د دیني مدرسو په نصاب کې بدلون راولو


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان

د پاکستان حکومت وایي چې د دیني مدرسو په نصاب کې به اصلاحات کوي او مدرسو ته د فنډونو ورکول او د هغوی ټول مالیاتي امور به د بینکونو په ذریعه کیږي.

اسلام اباد: د پاکستان حکومت وایي چې د دیني مدرسو په نصاب کې به اصلاحات کوي او مدرسو ته د فنډونو ورکول او د هغوی ټول مالیاتي امور به د بینکونو په ذریعه کیږي.

دا څرګندونې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د دوشنبې په ماښام په اسلام اباد کې یو خبرې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

چوهدري نثار علي خان ویلي چې د اړینو بدلونو له لارې به د دیني مدرسو نصاب د عصري تقاضو مطابق جوړوي.

چودهري نثار زياته کړه چې د کفر فتوو ورکونکو او نفرت خورونکو پر ضد به هم کاروايي کوي.

چوهدري نثار علي خان دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د پاکستان حکومت د قومي عملي تګلارې له مخې په ملک کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د مخنیوي هڅې کوي.

که څه هم حکومتي او پوځي چارواکي د دې تګلارې عملي کولو په لړ کې د یو شمېر لاسته راوړنو ادعا کوي خو د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر شننونکي بیا پر حکومت نیوکې کوي چې د پام وړ ګامونه یې نه دي اخیستي.

XS
SM
MD
LG