د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین له افغانستان سره د تلاشۍ د وسایلو مرسته کوي


د چین حکومت به افغانستان ته د تلاشۍ ځانګړي وسایل ورکړي څو د امنیت د ښه کولو لپاره کار ورڅخه واخلي.

په کابل کې د چین سفیر دنګ شیجونګ د دوشنبې پر ورځ وویل، یو شمېر چینايي کارپوهان به افغانستان ته ولاړ شي چې د دې وسایلو په نصب کې مرسته وکړي او افغان ځواکونه وروزي څو له دې وسایلو سم کار واخلي.

د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي، د چین حکومت د کابل ښار د امنیت له ښه کیدو سره د مرستې لپاره د همکارۍ ژمنه کړې او په کابل کې یې وروستي دوه کنفرانسونه بریالي بللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG