د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي سيمو لپاره قانون کې د بدلون غوښتنه


د پاکستان پارليمنټ
د پاکستان پارليمنټ

په داسې حال کې چې دي وروستيوو کې قومي مشرانو قبايلي سيمو لپاره د ايف، سي، آر قانون د ختمولو غوښتنې ډېرې کړي، پارليمان کې د قبايلي استازو وايي چې په آيين کې دي بدلون وشي. دوی قانون کې د بدلون لپاره يوه مسوده تياره کړې ده.

پارليمان کې د قبايلي سيمو استازي وايي چې قبايلي سيمو ته دي هغسې حیثيت ورکړل شي لکه څرنګه يې چې د پاکستان نورې صوبې لري. نن د پارليمان غړو په دې اړه د پارلیمان په سیکریټریت کې جمع کړې مسوده کې ويلي چې د ياد کار لپاره دې په اساسي قانون يا آيين کې بدلون وشي.

د دې بيل په مسوده کې راغلي چې د آيين ۲۴۷ آرټېکل يا ماده دې ختم کړل شي. په دي ماده کې راغلي چې قبايلي سيمو کې دې د هايي کورټ او سپريم کورټ (ستر عدالت) واک اختيار نه وي. همداراز ويل شوي چې قبايلي سيمو کې به د پارليمنټ هيڅ هغه قانون نه عملي کيږي چې ولسمشر يې منظوري نه وي ورکړي.

پر دې قانوني مسوده به راتلونکې میاشت پارليمنټ کې بحث کيږي.

د دې بل مسودې په اړه پارلیمان کې د خيبر ايجنسۍ د قبایلي سیمو غړې حاجی شاه جي وايي: ((زموږ غوښتنه ساده ده. هغه حقونه چې د پاکستان نور خلک يې لري بايد د قبايلي سيمو خلک يې هم ولري. که داسې وشي نو له ډېرو ستونزو به ووځو.))

نوموړي همداراز وويل که حکومت د قبايلي سيمو لپاره منتخبه اجرايوي شورا (FATA Elected Executive Council) هم جوړوي نو ښه به وي. خو قبايلي مشرانو په تېرو وختونو کې پر دې نيوکې کړي وي او غوښتې يې وو چې د قبايلو سيمو لپاره دي ايف، سي، آر قانون ختم کړل شي.

ايف، سي، آر قانون د قبايلي سيمو پوليټيکل ایجنټانو ته ډېر واک ورکوي. د دې قانون د لاندې د يو مشکوک کس يا ملزم قوم، قبيلې يا کلي ته اجتماعي سزا هم ورکول کيدای شي. د بشري حقونو ادارې دا قانون غير انساني بولي.

د پارلیمان د قبایلي سیمو استازي ډاډه دي چې راتلونکې مياشت به ډېر سياسي ګوندونه د دغه بېل ملاتړ وکړي چې په قانون کې بدلون غواړي. د پارليمنټ يو غړي ساجد حسین طوري مشال راډیو ته وويل: ((پیپلز پارټي ، ایم کیو ایم جمعیت علماې اسلام ف، پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي سره موږ په دې خبرې کړې دي. هغوی موږ سره په دې اتفاق لري او موږ خپل کوششونه هم کوو چې له قامي اسمبلۍ منظور شي.))

XS
SM
MD
LG