د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سرتاج عزیز کابل ته د سفر لاس ته راوړنې


سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

ډان ورځپاڼه لیکې چې د پاکستان او افغانستان امنيتي حالات له يو بل سره تړلي دي، نو بايد دواړه لوري د اړيکو د ښه کولو لپاره کار وکړي.

ورځپاڼې افغانستان ته د پاکستان د ملي امنيت د سلا کار سرتاج د وروستي سفر په اړه لیکلي چې له دې سفره زياتي هيلي نه کيدې چې څه نتيجي به رابرڅېره کړي او همدغه شان وشول. خو د ورځپانې په باور دغه شان غونډې دواړو لورو لپاره ډيري زياتي مهمې دي، چې پر مهمو مسئلو مخامخ خبري وشي.

ورځپاڼه ليکي چې په دې هر څه کې د اندښني وړ خبره دا ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان په ښکاره ګوتنيونو ته دوام ورکړی. که څه هم د افغان ولسمشر دې رويې په خپل هيواد کې نفوس زیات کړی، خو له پاکستان سره به حالات نور هم پيچيلي کړي.

د ډان ورځپاڼې په اداريه کې راغلي چې د دواړو هيوادونو امنيتي حالات له يو بل سره تړلي دي. د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي وو، خو په زياتره ځايونو کې د پوځي عملياتو له وجې اورپکي د پولې هغې غاړي ته اوښوتي دي. همدغه وجه ده چې په افغانستان کې په تير يو کال کې د تشدد په پيښو کې زياتوالی ، د پاکستان د پوځ د ضرب عضب عملياتو سره تړل کيږي.

ورځپاڼه ليکې چې د پاکستان لپاره دا د اندیښنې وړ خبره ده چې د پاکستان ضد عناصرو په افغانستان کې سرپناه اخستي، او دا د پاکستان لپاره اوږ مهاله مسئلي جوړولي شي. ډان ورځپاڼه ليکې که چیرې پاکستان او افغانستان له يو بل سره همکاري و نکړه، نو د دې تاوان به دوړاو ته رسيږي، او بايد دواړه لوري په دي خبري ځان پوه کړي.

په اداريه کې راغلي دا خبره هم مالومه نه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ کله خبري اترې شوروع کيږي؟ او دا په کوم ځاي کې ولاړې دي ؟ ورځپاڼه پوښتنه راپورته کوي، چې د سولې خبرې ځکه نه شورو کيږي، چې د طالبانو په مينځ کې اختلافات دي او يا افغان حکومت له دي نه ډډه کوي.

ډان ورځپاڼه ليکي چې بايد افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د خبرو اترو په اړه خپل دريځ ته بيا کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG