د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار : لاریون کونکیو په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلیمو د شاملولو غوښتنه وکړه


 جلال اباد کې د خلکو مظاهره
جلال اباد کې د خلکو مظاهره

د ننګرهار سلګونو خلکو د يوه لاريون په ترڅ کې له حکومته په نويو بريښنايي پيژندپاڼو یا تذکرو کې د افغان او اسلام کليمو د لیکلو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکيو د افغانستان ملي بيرغ پورته کړی و ، د افغانیت او اسلاميت شعارونه يې ورکول او د جلال اباد ښار له مستوفيت څلورلارې څخه تر پښتونستان څلورلارې پورې یې مزل وکړ.

« موږ په تذکره کې افغانیت غواړو، موږ په تذکره کې اسلامیت غواړو. »

په مظاهره کې یو شمېر سیکانو هم برخه واخیسته
په مظاهره کې یو شمېر سیکانو هم برخه واخیسته



د دغه لاریون یو تن ګډونوال او د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ذبیح الله زمري مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، تر هغې چې په بريښنايي پيژندپاڼو کې د افغان او اسلام کليمې ځای نه شي، دوی به نه پيژندپاڼې واخلي او نه به يې ویشلو ته اجازه ورکړي.

« زموږ جدي غوښته ، له مرکزي حکومت نه دا ده چې په تذکرو کې دې بیدون له کوم قید او شرط نه د افغان او اسلام کليمه ځای په ځای شي، او که چېرته افغان حکومت و غواړي چې بیدون د افغان او اسلام له کليمې نه د بريښنايي تذکرو ویش پيل کړي، نو موږ به هېڅوک پرېنږدو چې په ننګرهار کې او په ختيځ زون کې د تذکرو د ویشلو دفترونه پرانیزي.»

ډاکټر اسدالله ښاليز د دغه لاريون پريکړه ليک ولوست چې په يوه ماده کې يې راغلي وو.

« موږ به هیڅ چاته او په هیڅ ډول پردي پالو ته اجازه ورنه کړو چې د دې ملت هویت د سوال سره مخامخ کړي.»

د جلال اباد د خلکو د مظاهرې یوه څنډه
د جلال اباد د خلکو د مظاهرې یوه څنډه



د جلال اباد ښار سیکانو هم په دغه لاريون کې ګډون کړی و. د سيکانو د مرکزي درمسال ویاند ډاکټر حرمت سینګ مشال راډيو سره په خبرو کې د لاریون له پريکړه ليک نه ملاتړ وکړ.

« ټول سیکان چې دلته په ننګرهار کې اوسيږو، له دې پريکړه لیک نه ملاتړ کوو، دا زموږ هم غوښتنه ده چې د افغانستان په الکترونيکي تذکرو کې دې د افغان کليمه باید ولیکل شي. او که ونه لیکل شي، د ننګرهار سیکان به دا تذکره هیڅ کله وانه خلي.»

له کله نه چې په کابل کې د بريښنايي پيژندپاڼو ازمايشي ويش پيل شوی، په ننګرهار او کابل سربېره په يو شمير نورو ولایتونو کې یژ پرضد لاريونونه تر سره شوي چې ټولو يې په بريښنايي پيژندپاڼو کې د افغان او اسلام د کلیمې د لیکلو غوښتنه کړېده.

د یادولو ده چې د افغانستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په دویمه فقره کې په صراحت سره راغلي چې د افغانستان هر وګړي باندې د افغان کليمه اطلاقیږي.

XS
SM
MD
LG