د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند د خپلو مشرانو د وژنې خلاف پېښور کې مظاهره وکړه


ملک ممتاز چې پرون په یو برید کې ووژل شو د اسفندیارولي خان سره یې یو زوړ عکس
ملک ممتاز چې پرون په یو برید کې ووژل شو د اسفندیارولي خان سره یې یو زوړ عکس

د عوامي نیشنل ګوند لسګونو پلویانو نن د یکشنبې په ورځ پېښور ښار کې د پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د دوی د ګوند د غړو د سر د ساتنې لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د عوامي نیشنل ګوند څو مشران له تیرو څو ورځو راهیسې په پرله پسې ډول د ناڅرګندو وسله والو لخوا په نخښه شوي دي. تېره ورځ په هنګو کې د نوموړي ګوند د ضلعې کونسلر ملک ممتاز په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی و. په دغه پېښه کې یو بل تن مړ شوی او دوه نور بیا ژوبل شوي وو.

په مظاهره کې شامل د عوامي نیشنل ګوند یو مشر ارباب طاهر مشال راډیو ته وویل :

« د عوامي نیشنل پارټۍ له نهو سوو نه زیات کسان ووژل شول. پرون زمونږ ملګری ملک ممتاز په نخښه شو. دا سلسله همدغسې جاري ده. دا د حکومت ذمه واري ده چې موږ ته تحفظ راکړي. »

د نوموړي ګوند یو بل مشر ملک نسیم بیا وايي په پاکستان کې لسګونه ګوندونه فعالیت کوي خو برید تل پر عوامي نیشنل ګوند کیږي.

« د خلکو په ذهنونو کې یو سوال راپورته کیږي چې بریدونه تل د عوامي نیشنل ګوند په مشرانو او کارکونکو ولې کیږي ؟ ایا دوی ځکه په نخښه کیږي چې دوی د امن غوښتونکي دي. »

د عوامي نیشنل ګوند یوه بله مشره جمیله ګیلاني بیا وايي د ترهګرۍ تر ختمیدو پورې په پاکستان کې امن نشي راتلی.

« د ترهګرۍ خلاف جنګ د پاکستان حکومت کوي، خو ترڅو چې د ترهګرو بنیادونه خوزول شوي نه وي او د ښو او بدو وسله والو ډلو ترمنځ توپیر پال ختم شوی نه وي، نو امن نشي راتلی او دا جنګ نشي ګتأ کیدای. »

خو بل پلو په پښتونخوا صوبه کې پر نورو ګوندونو هم بریدونه شوي دي. د یکشنبې په ورځ په کوز دیر کې د قومي وطن پارټۍ یو مشر محمد عمر په ډزو وژل شوی او پرون بیا په کوهاټ کې د مسلم لیګ « ن » یو مشر نصرالله په ډزو وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG