د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ۳۰۰۰ افغان زده کونکو ته سکالرشپونه ورکوي


په دي وروستيوو کې د پاکستان او افغانستان د اړيکو خرابېدو سره پاکستان اعلان کړی وو چې افغان زده کوونکو ته يې سکالرشيپ ځنډولی دی. اوس پاکستاني چارواکي وايي چې د نوو پرمختيايي منصوبو لړ کې به افغانانو ته د زده کړو لپاره پيسې ورکوي.

پاکستان د ځينو پرمختيايي منصوبو او د ځوانانو د روزنې برخه کې د ځينو پروژو اعلان کړی دی. چارواکي وايي د دي پروګرامونو له لارې به افغان زده کوونکو ته سکالرشيپونه ورکوي.

د پاکستان د سرکاري خبري اژانس د رپورټ ترمخه پرون اسلام اباد کې د خزانې وزير اسحاق ډار په مشرۍ د قامي اقتصادي کونسل ایګزیکټیو کمیټۍ غونډه وشوه. دې ناسته کې فیصله شوې چې د پاکستان په بیلا بیلو پوهنتونونو کې به درې زره افغان زده کونکو ته سکالرشپونه ورکوي. د چارواکو په خبره په دي کار به څلور اربه او اتيا کروړه روپۍ لګښت راځي.

د دي سکالرشيپونو د حاصلولو او ورکولو د وخت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د يادونې وړ ده چې لنډه موده وړاندې کابل کې د پاکستان سفارت اعلان وکړ چې افغان ځواکونه ته يې د سکالرشيپونه لړۍ ځنډولې ده. دوی په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د دې کار وجه خراب امنيتي او روان حالات دي.

سرتاج عزيز وايي د کابل سفر يې ګټور وو.

ياده دي وي چې دي وروستيوو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې تر هغې وروسته ډېرې خرابې شوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د څو خونړيوو بريدونو وروسته پر اسلام اباد د ترهګرو د پالنې تور ولګاوه. پاکستان د ترهګرو ملاتړ ردوي.

د پاکستان د سکالرشيپ له لارې، هر کال په سلګونه افغان زده کوونکي ياد هيواد ته بېلابېلو برخو کې د زده کړو لپاره ورځي.

د جمعې په ورځ شوې غونډه کې ټولې د يو سل اويا اربه روپو پرمختيايي منصوبې اعلان شوي.

په دي پرمختيايي کارونو کې د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي لارې پروژې د اقتصادي زونونو لپاره د زمکې اخيستل، د پنجاب پوليسو د نظام ښه کول او ځوانانو د روزنې پروژې شاملې دي.

ويډيو: پيښور کې افغان زده کوونکو د خپل هيواد خپلواکي ولمانځله

په پېښور کې هم د افغانستان خپواکي ولمانځل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

XS
SM
MD
LG