د لاسرسي ځای

په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وايي، د کورنیو له خوا کله چې د جینۍ عمر ډيریږي، نو د زده کړو د دوام اجازه نه ورکول کیږي، د کورنیو نارینه ښځو ته د نظر او مشورې حق نه ورکوي

په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي، چې په کورنیو کې د ښوونې روزنې د کچې ټیټوالۍ، د نارینه وو له خوا ښځو ته په تصمیم نیونو کې د ونډې نه ورکول او په کورنیو کې د ښځو د شرعي او قانوني حقوقو ضایع کیدل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو د رامنځته کیدو لامل ګرځي.

بل لوري ته د ښځو چارو ریاست مسوولینې په یاد ولایت کې د تاوتریخوالو ځني پيښې مني، خو زیاتوي، چې اوسمهال په ټولیز ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د شدیدو پيښو کچه کمه شوې ده.

په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وايي، چې په اطرافي سیمو کې د کلتوري محدودیتونو، د کورنیو د پوهې د کچې د ټیټوالي، امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو له کبله ډېرې لږې نجونې زده کړو ته لاسرسۍ لري.

دوی زیاتوي عموماً د کورنیو له خوا کله چې د جینۍ عمر ډيریږي، نو د زده کړو د دوام اجازه نه ورکول کیږي، د کورنیو نارینه ښځو ته د نظر او مشورې حق نه ورکوي، ښځې د خپلو قانوني او شرعي حقوقو څخه بې خبره او حتی محرومې دي.

د مدني ټولنې یوه تنه فعاله کامله اکبري مشال راډیو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځني لاملونه داسې په ګوته کوي:

((د ښځو د ښوونې روزنې کچه ډېره ټیټه ده، کله چې زموږ په ټولنه کې نارینه واکمن دي، نو ښځو او نجونو ته دمومره واک نه ورکوي، که هلک هره جینۍ خوښه وي، کورنۍ يې ورته غواړي، خو د جینۍ دا اړه نه سنجوي، چې ایا دوی هم په دې اړه څه حق لري او کنه، د اسلام نه بې خبري هم شته او هغه برنامې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له پاره جوړیږي، د هغوی فوکس په مرکز دی، لیرې پرتو سیمو ته ورکشاپونه او سیمنارونه نه دي رسیدلي، بل هغه بودجه چې د ښځو له پاره منظوریږي، هغه هم په سمه لار نه مصرفیږي.))

په خوست کې د ښځو د شبکې استازې زیبا بارکزۍ په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي ځنې بیلګې داسې بیانوي:

((د ښځو پر وړاندې یو تاوتریخوالی دادی، چې لاهم دوی په بدو کې ورکول کیږي، بل ښځې په بدل کې ورکول کیږي، د ولور ډیروالۍ هم په کورنیو کې په تاوتریخوالي اوړي، د کورونو څخه تيښته هم شته، د دیوالونو څخه يې ځان ښکته غورځولی، ځکه د میړه له خوا په کور کې قلف شوې نو دې خپل اولادونه هم پرې ایښي او تښتیدلې ده، هغه ښځې چې په کور کې بن لري، هغوی تر منځ هم مشکلات ډېر دي.))

په خوست یوه بله تنه مدني فعاله نسرین احساني د ترویخوالي یو ډول دا هم ګڼي، چې ښځې تل د پلار او خاوند په کور کې د خپلو شرعي او قانوني حقوقو څخه محرومې ساتل شوې دي:

((ښځو ته په اول قدم کې په خپل کور کې پلار او ورور حقوق نه دي ورکړي، بیا چې د خاوند کور ته تللې هلته هم د خپلو حقوقو څخه بې برخې پاتې شوې ده، نو هر وخت ښځو سره تاوتریخوالۍ شوی او د خپلو حقوقو څخه بې برخې پاتې شوې دي.))

بلخوا د ښځو چارو ریاست مسوولینې که څه هم په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځني پيښې مني، خو زیاتوي، چې تېر یو کال په خوست کې د ښځو د ځان سوځونې، ځانوژنې او قتل پيښې نه دي ثبت شوي.

د ښځو چارو رئیسې ډاکټرې ملالۍ ولي وویل، که څه هم په کورنیو کې ستونزې او پيښې شته، خو کچه یې ټیټه ده:

((په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو که څه نا څه ټیټه ده، مثلاً کوم ارقام چې زموږ سره ثبت او راجسټر شوي دي، سږ کال د تاوتریخوالي ارقام راټیټ شوي دي، په دې کې د ځان سوځي، ځانوژنې او قتل پيښې نه لرو، که څه هم په کورنیو کې د ښځو ستونزې شته، خو کچه يې کمه ده.))

دا په داسې حال کې ده، چې د سويل ختيځ زون د بشري حقونوخپلواک کمېسيون هم په روان کې کال کې د یاد زون په دریو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست کې په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د تامین په برخه کې د ۲۵ سلنه ښه والي او په ټوله کې د ښځو پر واندې د تاوتریخوالي د کمولو خبره کوي.

XS
SM
MD
LG