د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا د تېل او ګېس زېرمو په اړه جهاني کنفرانس راغواړي


د اقتصادی چارو کارپوه ریاض داودزۍ وائی د اتلسم بدلون روستو صوبو ته ځنی اختیارات ورکړی شویدی ولی اوس هم صوبی یواځی په خپل مټ د نړیوالو شرکتونو سره د لوئی کچی لوظنامی نه شی کولی

پیښور: د خیبر پښتونخوا د تیل او ګیس کمپنی مشر رضی الدین له مشال راډیو سره پهځانګړی مرکه کی وئیلی دی چی د نومبر په میاشت کی به په پیښور کی د خیبر پښتونخوا د تیل او ګیس د زیرمو په اړه یو نړیوال کانفرنس ترتیب کوی چی مقصد یې د تیل او ګیس نړیوال شرکتونهدی خبری ته هڅول دی چی په پښتونخوا کی سرمایه کاری وکړی -

رضی الدین وویل د خیبر پښتونخوا حکومت تردی دمه د تیل او ګیس راویستونکی شپږو شرکتونو سره نیغ په نیغه لوظنامی لاس لیک کړیدی او د نړیوال کانفرنس روستو امکان دی چی د نورو شرکتونو سره به هم لوظنامی لاس لیک کړی(( چی موږ پخپله د تیل او ګیس شرکتونو سره لوظنامی اوکړو نو یو خو چی هغوی کوم تیل او ګیس راوباسی نو مرکزی حکومت به د هغی په ګټه کی موږ ته خپله برخه راکوی او بل د تیل او ګیس راویستونکی شرکتونو د ګټی په پیسو کی به هم موږ برخه لرو))

رضی الدین وائی د پاکستان په آئین کی د اتلسم بدلون روستو د پښتونخوا د تیل او ګیس سرکاری کمپنی جوړه کړی شویده او په تیرو دوو کلونو کی د هغوی د کمپنی د هڅو له وجی په پښتونخوا کی د تیلو پیداوار سیوا شویدی او د تیل او ګیس لټونکی شپږ شرکتونو سره صوبائی حکومت نیغ په نیغه لوظنامی لاس لیک کړیدی((په تیرو دوو کلونو کی د پښتونخوا د تیلو پیدوار د دیرش زره بیلرو نه پنځوس زره بیلرو ته رسیدلی دی او د مایع ګیس پیدوار لس دولس ټن وو او اوس دغه پیداوار پنځوو سوو ته رسیدلی دی، موږ تردی دمه پخپل مټ د شپږ تیل راویستونکی کمپنو سره معاهدی لاس لیک کړیدی))

خو د اقتصادی چارو کارپوه ریاض داودزۍ وائی د اتلسم بدلون روستو صوبو ته ځنی اختیارات ورکړی شویدی ولی اوس هم صوبی یواځی په خپل مټ د نړیوالو شرکتونو سره د لوئی کچی لوظنامی نه شی کولی((د صوبائی حکومتونو سره د یو یونیم ارب روپو پوری د سرمایه کارۍ لوظنامی لاس لیک کیدلی شی، خو چی ددی نه سیوا وی نو هغه کی به د شریکو ګټو د مرکزی شورا سره مشاورت کولی شی او هغی کی به د مرکزی حکومت لخوا دضمانت ورکولوضرورت وی، نو ددی خبری څه څه پته نه لګی چی صوبائی حکومت به یو بهرنی شرکت ته په صوبه کی د کار کولو اووائی او او یواځی د صوبائی حکومت په وینا به هغه کمپنی په یو صوبه کی کار پیل کړی))

خو د خیبر پښتونخوا د تیل او ګیس د کمپنئ مشر رضی الدین وائی دوی هڅه کوی چی د اتلسم بدلون روستو د مرکزی حکومت نه خپل حقونه او اختیارات ترلاسه کړی((مرکزی حکومت دی موږ ته د پاکستان د آئین د ۱۵۸می مادی ، د ۱۵۷می ، او ۱۷۲می مادو په رنړا کی خپل حقونه راکړی او د آئین دا ټولی مادی د صوبائی حقونو او اختیاراتو سره اړه لری، او ددی په رنړا موږ د قانونی کارپوهانو سره هم مشاورت کړیدی او د مرکزی حکومت سره مو هم خبری اتری کړیدی، پکار ده مرکزی حکومت موږ له خپل حقونه او اختیارات راکړی، ځکه چی موږ پنځوس زره بیلره تیل رااوباسو نو دا خو هم واپس پنجاب ته ځی او هعلته کی صفا کیږی او ګیس هم پنجاب ته راوان دی او د هغه ځای نه بیا واپس راځی، چی موږ ته خپل حقونه او اختیارات میلاو شی نو د تیل او ګیس د راویستلو دا کار به تیز شی))

XS
SM
MD
LG