د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د باچا خان پر مزار د ګلونو څادر وغوړول شو


باچا خان بابا چې خپله اخري ارامګاه جلال اباد غوره کړې وه، د دې لویه وجه دا وه چې لر او بر پښتانه د يوه وجود غړي دي.

له خیبر پښتونخوا نه د عوامي نشنل پارټۍ ولي خان ډلې يو وفد ننګرهار ته راغلی و او د خدايي خدمتګار غورځنګ د باني باچاخان بابا په مزار يې د ګلونو څادر وغوړاوه او د هغه روح ته يې دعا وکړه.

دغه وفد د پنجشنبې په ورځ جلال اباد ته راغلی و، چې مشري يې د عوامي نشنل پارټۍ ولي خان ډلې د اطلاعاتو مرکزي سکرتر ملک ریاض بنګش کوله، د باچا خان بابا مزار ته ورغلل او په مزار يې د ګلونو څادر وغوړاوه.

د عوامي نشنل پارټي ولي خان ډلې صوبايي جواينټ سکرټري رياض مروت مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، باچا خان بابا چې خپله اخري ارامګاه جلال اباد غوره کړې وه، د دې لویه وجه دا وه چې لر او بر پښتانه د يوه وجود غړي دي.

(( د خپل ستر بابا باچاخان فخر افغان مزار ته راغلي يو، هغه ډیره لویه مبارزه لرله، هغه ډير ښه سوچ لرلو، هغه د عدم تشدد د فلسفې پيروکار و. هغه سره دا فکر و چې لر او بر پښتانه څنګه سره يو ځای کړو. هلته د بابا د ملکيت او جایداد څه کمي نه وه، خو نن چې په جلال اباد کې، په ازاده خاوره زموږ په لوی کور کې د هغه مقبره ده، دا پيغام ورکوي چې پښتانه د يوه وجود غړي دي.))

د عوامي نشنل پارټۍ ولي خان ډلې صوبايي ترجمان امان امان خان مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، د دوی د راتګ مقصد دا دی چې پښتنو ته د امن او يو والي پيغام ورکړي.

(( دلته زموږ د راتګ مقصد دا و د کوم فکر لپاره چې باچاخان بابا او ولي خان جد وجهد کړی و. موږ د بیګم نسیم ولي خان په قیادت کې متحد يو او دلته مور بي بي راوليږلو چې ورشئ او پښتنو ته د امن پيغام يوسئ، د سوکالۍ پيغام یوسئ، پښتانه سره ورونه دي، چې چيرته هم وي، خدای دې خوشاله ساتي.))

د عوامي نشنل پارټۍ ولي خان ډلي د اطلاعاتو مرکزي سکرټر ملک رياض بنګش مشال راډيو سره په خبرو کې هغه وسله والو باندې غږ وکړ چې غرونو ته ختلي، د ټوپک په ځای قلم په ګوتو کې واخلي او د خپلې خاورې د ابادۍ لپاره کار وکړي.


(( هغه ورونو ته هم خواست کوم چې کوم په غرونه کې ناست دی، دغه جنګ څلويښت کاله په دې خاوره وشو، څومره بچي یتیمان شول، څومره خویندې میندې کونډې په کورونو کې ناستي دي، تا څه فایده وکړه، نه خو د افغانستان اباد کړو او نه دې پښتونخوا اباده کړه. قلم راواخله ټوپک کيږده. دا د بابا يو پيغام و، نن يې ټولو پښتنو ورونو ته موږ بيا ورکوو، دا خاوره ابادول غواړي، دا خاوره ډیره زرخيره او قیمتي خاوره ده، دا نوره قیمتي کول غواړي. د الله او رسول لپاره جنګ بس کړئ، امن راولئ او د لوی افغانستان لپاره فکر وکړئ.))


‎د يادولو ده چې د عدم تشدد د فلسفي باني او د خدايي خدمتګار غورځنګ مشر خان عبدالغفار خان چې د فخر افغان لقب يې خپل کړی، په ۱۹۸۸ م ميلادي کال د جنورۍ په شلمه نيټه په پيښور کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم يې خاکي جسد په جلال اباد کې خاورو ته سپارلی شوی و.

XS
SM
MD
LG