د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزو بې کوره کړل شوي غله غواړي


د قامي اسمبلۍ غړې سید غازی ګلاب جمال مشال ریډیو ته وایي، د متاثرینو دغه مسله یې تر بره چارواکو رسولې ده خو لا هم پر متاثرینو امداد بند دی.

په هنګو ضلعه کې د اورکزو متاثرین له حکومته غوښتنه کوي چې پر دوی بند شويو خوراکي توکیو مرستې دې بیرته پیل کړي.

د متاثرینو په خبره، تر پنځو کالو زیاته موده کېږی چې په سیمه کې دوی ته د خوړو مرستې نه رسېږي.

داختر ګل په نامه یو متاثره کس مشال ریډیو ته وایی، دې چې کله بې کوره شو نو تر اتو میاشتو پورې د خوراکی توکو امداد د میلاویدو پس ورباندې بیا بند شو چې له هم ورته دغه امداد نه میلاویږی.

متاثرین وایی، دا ډیره د افسوس خبره ده چې دوی نه دي ستنېدلي خو خواړه پرې بند شوي دي.

ولی خان یو بل متاثره کس مشال ریډیو ته وایي، له امداد سره د دوی ګزاره روانه وه خو اوس چې ورته امداد نه میلاویږی نو د دوی مشکلات یو په دوا شوي دي.

له قدراتي افتونو سره مبارزې د ادارې ترمخه، په سیمه کې پرهغه کډوالو باندې يې امداد بند کړېدې، کمو چې کارډونه بلاک دی.

د قامی اسمبلی غړې سید غازی ګلاب جمال مشال ریډیو ته وایی، د متاثرینو دغه مسله یې تر بره چارواکو رسولې ده خو لا هم په متاثرینو باندې امداد بند دی.

ده وویل، زیاتره د هغو متاثرینو کارډونه بلاک شویدی کمو چې په شناختی کارډ کې دوه او یا غلطه پته لیکلې ده.

ده زیاته کړه چې په شناختي کارډ کې زیاتره قبایل دوه پتې په دې اچوي چې په پېښور او یا نورو ښارونو کې یې پولیس بې ځایه نه تنګوي او زیاتوي چې نن د اورکزو متاثرین په دې یوې ګناه رانیول شوي دي.

د ده په خبره، د اورکزو شپاړلس زره خاندانونه داسې دی چې هغو ته د خوراکی توکو امداد نه میلاویږی.

واضحه دې وې چې په ۲۰۱۰ کال کې وسله وال طالبانو خلاف پوځي آیریشن د شروع کېدو وروسته د اورکزو شاوخوا اوه څلویښت زره کورانیو خپل کورونه پریښي دي.

د کوزې او په منځنی اورکزو کې کامیاب پوځی عملیاتو وروسته شاوخوا شپږویشت زره کورنۍ د حکومت په سرپرستې کې خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

له قدراتی افتونو سره د مبارزې ادارې د ویبپاڼې ترمخه، په دې وخت د منځنی اورکزو ځینې قومونو سره په بره اورکزو کې د اتو قومونو شاو خوا شل زره اووه سوه خاندانونه د کډوالۍ ژوند په تیرولو مجبوره دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG