د لاسرسي ځای

تازه خبر

اذریایجانۍ خبریالې خدیجې ته اووه نیم کال د بند سزا وارول شوه


د امریکا د بهرنیوچارو وزارت پرون په يوه خبرپاڼه کې په اذربایجان کې خبریالې، خدیجه اسمعیلووا ته د اوه نيم کال د بند سزا اورول د انساني حقونو او مطبوعاتو ازادۍ محدودول وبلل.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت پرون په يوه خبرپاڼه کې په اذربایجان کې خبریالې، خدیجه اسمعیلووا ته د اوه نيم کال د بند سزا اورول د انساني حقونو او مطبوعاتو ازادۍ محدودول وبلل.

د سېشنبې پر ورځ د ازربايجان يو عدالت د تحقيقاتي راپورونو جوړونکې خبريالې اسماعيلووا د هغو تورونو له کبله مجرمه وبلله چې د بشري حقونو ادارې يې حکومتي چارواکي ښکېلو درغليوو په اړه د هغې د تحقيقاتي رپورټونو پر ضد غبرګون ګڼي.

د باکو يو عدالت خديجه اسماعيلووا ته چې د ازادې اروپا ريډيو سره يې هم کار کاوه، د ټيکسونو له ورکړې د سرغړونو، غيرقاني کاروبار کولو او له خپل واکه غلطه ګټه پورته کولو د تورونو له امله سزا واوروله.

د هغې همکارانو، د انساني حقونو ادارو او د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره کارکوونکو ادارو پر دغې پريکړې سخت تنقيد کړی دی. په فيصله کې راغلي چې نومړي د زندان مودې تر تېرولو درې کاله وروسته کومه حکومتي دنده نه شي کولی او د قانوني مصرفونو د پوره کولو لپاره به دري سوه ډالر جرمانه هم ورکوي.

اسماعيلووا د ازربايجان د ولسمشر الهام علي ووف او د نوموړي د کورنۍ د کاروبارونو په اړه رپورټونه جوړي کړي او پر ځان لګېدلي تورونه په سختۍ سره ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG