د لاسرسي ځای

پېښور سره نيزدي اورمړو کې نن سهار د وسله والو په بريد کې دري پوليس والا وژل شوي دي. د اورمړ تاڼې محرر محمد حيات نن مشال ريډيو ته وويل چې پوليسو د لټون عمليات کول چې دي اشتهاري مجرمينو پري بريد وکړ او شپږ نور پوليس يې زخميان هم کړل.

د هغه په خبره پوليسو په ځوابي حمله کې يو وسله وال وژلی دی خو ځايي خلکو مشال ريډيو ته ويلي چې وژل شوی سړی عام بې وسلې وګړی دی چې له کبله يې دوی احتجاج کوي.

XS
SM
MD
LG