د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو والي نیول شوی


د افغانستان د فاریاب ولايت لپاره د طالبانو والي، قاري صلاح الدین ايوبی نيول شوی دی.

د افغانستان د استخباراتو ادارې، NDS پرون مازيګر خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې قاري صلاح الدین د دوشنبې په شپه، د هرات ولايت د شینډنډ ولسوالۍ په لاره کې نیول شوی دی.

دي خبرپاڼه کې ويل شوي چې په شمالي ولایتونو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو له امله، زیات شمیر وسله وال د تیښتې په حال کې دي چې قاري صلاح الدین هم پکې شامل دی. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG