د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ولس ترهګرۍ ځپلی''


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني وویل، د کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس یو تن او وجود دی او د وینې شراکت لري د ناامني او ترهګري قرباني دی.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، نن په سېشنبه په ارګ کې تر غرمې مخکې د خېبر پښتونخوا او کوټې له یو شمېر فرهنګي او سیاسي شخصیتونو سره وکتل.

ولسمشر غني په پښتو ادب کې د خوشال بابا ادبي پنځونې او اثار بېساري وبلل او همدارنګه یې ځوان لیکوالان او څېړونکي د ګټورو اثارو لیکلو ته وهڅول.

ولسمشر د ځوانو لیکوالو او کدرونو د شهرت او معرفت لپاره د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا او د فرهنګي کنفرانسونو جوړول ګټور وبلل، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ته یې لارښوونه وکړه، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو لیکوالو تر منځ د اړیکو او تماسونو زمینه زیاته کړي.

ولسمشر غني وویل، د کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس یو تن او وجود دی او د وینې شراکت لري د ناامني او ترهګري قرباني دی. نوموړي زیاته کړه، چې په دې برخه کې په نړیواله، سیمه ییزه او د دواړو هېوادونو د حکومتونو په کچه جدي او هر اړخېز اقدامات پکار دي.

د هېواد ولسمشر څرګنده کړه (زموږ اساسي غوښتنه د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو د ژوند ژغورل دي او په همدې موخه مو سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کړي او په دې برخه کې زموږ پالیسي او دریځ منطقي او روښانه دی.

ولسمشر وویل، اساسي غوښتنه مو سوله ده، هر افغان پایداره او باعزته سوله غواړي. د همدې لپاره مو د عمل لاره غوره کړې ده، خو که بیا هم زموږ اولادونه وژل کېږي، بیا نو د خبرو او مذاکراتو لاره تړل کېږي. )

ولسمشر غني وویل،”موږ د اسیا څلور لارې او یوه عظیمه اقتصادي سیمه یو. د ورېښمو او نورې لارې د همدې لپاره له دې ځایه تېرې شوې وې. “

نوموړي زیاته کړه، په اساسي توګه مو چین، اسیایي او اروپایي هېوادونو ته قناعت ورکړی او ټولې نړۍ راسره منلې چې هر اړخېز اقتصادي بحث دې پیل شي.

د عوامي نېشنل پارټي مرکز ي سکرټر ښاغلي اورنګزیب کاسي او د باچاخان فاونډېشن مشر ښاغلي ډاکټر خادم حسین د مېلمنو په استازولۍ د خبرو پرمهال له ولسمشره سره د لیدنې ځانګړې مننه وکړه.

په دغه لیدنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمدګلاب منګل، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وزیرې ډاکټر نسرین اوریاخېل، په سیاسي چارو کې د ولسمشرځانګړي استازي محمد اکرم خپلواک، د جمهو رئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر، د ملي شورا یو شمېر غړو، لیکوالو او څېړونکو هم شتون درلود.

XS
SM
MD
LG