د لاسرسي ځای

تازه خبر

پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې کمی او د ګیس په نرخونو کی اضافه


حکومت د ستمبر مياشتې لپاره د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې درې روپو پورې کمی کړيدی په کوم چې د بيګا د شپې ١٢ بجو نه عملدرآمد شروع شويدې،

د ګل په ورځ د پټرولیم وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي خبري غنډې پرمهال د پیټروليم مصنوعاتو په نرخونو کی د کمۍ اعلان وکړو،

د کمۍ ورستو د پټرولو نوې نرخ دری اویاروپۍ شپږ اویا پیسی، د ډيزلونرخ دوه اتیا روپۍ څلور پیسی او د خاورو تیلو نرخ اوه پنځوس روپۍ یولس پیسی شو،

که یو طرف ته حکومت د پټولیم مصنوعاتو په نرخونو کی کمی وکړو نو بلخوا يي د ګیس په نرخونو کی دیارلس (۱۳) نه تر دری شپیته (۶۳) فیصده پوری اضافه وکړه

د کورني صارفینو لپاره يي ګیس دیارلس (۱۳) فیصده، تجارتي صارفینو لپاره يي لس (۱۰) فیصده، د صنعتونو او توانائي څانګی لپاره دویشت، دویشت فیصده او سره جوړونکی څانګی لپاره يي د ګیس په نرخ کی دری شپیته (۶۲) فیصده اضافه وکړی شوه،

مشال ریډیو چی کله د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر معراج الحق نه تپوس وکړو چی په نړیوال مارکیټ کی په کوم شرح سره د تیلو په نرخونو کی کمی شویدی آیا حکومت د هغی مطابق په پاکستان کی د تیلو په نرخونو کی کمی وکړو نو په جواب کی نوموړی وائي چی په نړیوال مارکیټ کی د تیلو په نرخ کی قریبا شپیته فیصده پوری کمی شویدی خو حکومت په ملک کی د تیلو په نرخ کی تر شل فیصده پوری کمی کړیدی کوم چی ډیر زیات کم دی حکومت له پکار دي چی د تیلو نرخ د شپیته روپو نه راکم کړی،

په قائداعظم یونیورسټي کی د معاشیاتو استاذ او د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر انور شاه وائي چی په نړیوال مارکیټ کی کله د تیلو بیعه ټیټه شی نو حکومت په ملک کی په تیلو د ټیکس په شرح کی اضافه وکړي چی لوجی تیل هغه شان ارزانه نه شي کوم چی پکار وی،

د يادونې ده چې حکومت د اګست میاشتی په ړومبۍ نیټه د پټرولو په نرخ کی یوه روپۍ دری پیسی او ډیزلو په نرخ کی دوه روپۍ شپږ پیسی کمی کړی و خو د جون میاشتی په ړومبۍ نیټه يي د پټرولو په نرخ کی دری نیمی روپۍ او ډیزلو په نرخ کی دری روپۍ یو پنځوس پیسی اضافه کړی وه.

XS
SM
MD
LG