د لاسرسي ځای

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې يې څلور کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي او دا مهال د کشفي او عدلي ادارو له خوا تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دي.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې يې څلور کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي او دا مهال د کشفي او عدلي ادارو له خوا تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دي.

بلخوا د دې قضیو زیانمن کسان د امنیتي منسوبینو پر وخت فعالیتونه ستايي او زیاتوي، کله چې دوی د خپلو قضیو په اړه پولیسو ته اطلاعوې ورکړې، نو پولیس سمدلاسه لاس په کار شول او دوی ته يې خپل وسایط او مالونه له غلو او تښتونکو بیرته ترلاسه کړل.

نن د دوشنبې پر ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د پولیسو له خوا د نیول شویو کسانو په اړه مشال راډیو ته وویل، چې یاد کسان يې د موټر د تښتولو، جېب وهنې او د چرسو د قاچاقو په تور په دریو بیلابیلو قضیو کې نیولي، چې قضیې يې تر څېړنې لاندې دي.

خوست امنیه قوماندان وویل، چې پولیسو له تورنو کسانو یو عراده هینو موټر، درې لکه پاکستانۍ کلدارې، او یوه اندازه چرس نیولي دي:

((دا دوه کسان چې تاسو وینئ، زموږ د یو هېوادوال څخه یو عراده غټ هینو موټر د وسلې په زور نیولی او بیولی وو، کله چې پولیسو ته اطلاع ورسیده یاد موټر په یو کور کې پیدا شو، چې په دې قضیه کې د کور مالک هم په لاس لرلو تورن شوی، همدا شان یو بل کس چې د سبزي په منډيي کې يې زموږ د یو بل خوست میشتي څخه پیسې غلا کړې وې، باالفعل نیولی دی.))

جنرال فیض الله غیرت وړاندې وویل، چې پولیسو یو کس د یو اندازه چرسو د قاچاقو په تور هم لاس په لاس نیولی او اوسمهال يې قضیه په عدلي ادارو کې تر څیړنې لاندې ده.

د تښتول شوي هینو موټر ډریور د ده څخه د وسلوالو غلو له خوا په زوره د موټر د بیولو کیسه داسې کوي:

((محمدعاشق نومیږم د خوست ولایت اوسیدونکی یم، ما د خاني خوړ لوري ته خښتې بار کړې وې، کله چې د ګلزار اکا څخه تېر شوم، هلته سور کنډو دی، کله چې هغه ځای ته موټر وخیږاوه، دوی دوه کسه مسلح همالته وو، تر څنګ يې سپین سراچه موټر هم وو، نه پوهیږم هغه کې به څو کسان وي، دوی ما ته ودریدل او راته يې وویل، چې خښتې خالي کړه او نور د موټر کوز شه، نور يې له ما موټر کوز لوري ته بوت او زه په پښو راغلم.))

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې یو شمېر خوست میشتو په پرله پسې توګه رسنیو ته شکایت کاوه، چې د خوست ښار شمال لوري ته د ګلزار اکا په سیمه کې وسله والې غلاوې کیږي او په دې سیمه کې نا امني زیاته شوې ده، خو د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په یاده سیمه کې يې د کشفي ادارو منسوبین توظیف کړي او تر ډېره په کې د جنايي پيښو مخه نیول شوې ده.

XS
SM
MD
LG