د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا کې د ۲۳ ضلعو ناظمان وټاکل شول


د خېبر پښتونخوا کې د ۲۳ ضلعو ناظمان وټاکل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

په پاکستان کې د ښاروالۍ ټاکنې تر ټولو صوبو مخکې په بلوچستان کې وشوې او لا هم په سیند او پنجاب صوبه کې انتخابات نه دي شوي

د غیر سرکاري نتېجو ترمخه د خېبر پښتونخوا په درویشتو ضلعو کې ناظمان وټاکل شول چې پکې د پاکستان تحریک انصاف نهه « ۹»، مسلم لیګ ن او جماعت اسلامي څلور څلور ، عوامي نېشنل پارټۍ، پیپلز ګوند او جمیعت علماء اسلام دوه دوه څوکۍ ګټلې دي.

په صوبه کې د بلدیاتی انتخاباتو ورسته ضلعی تحصیل او ټاون کونسلو ناظمانو او نایب ناظمانو له انتخاباتو ورسته یې پرون اتوارورځ سوګندونه هم پورته کړل او نن نه به د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک له لارښوونې سره سم کارهم پیل کړی دی.

بلخوا په بنو ضلع کې د اسلام آباد های کورټ لخوا د ضلعي ناظم ټاکني ځنډول شوې دي.

XS
SM
MD
LG