د لاسرسي ځای

پاکستان: د هندي پوځيانو په ډزو شپږ کسان وژل شوي


د هند او پاکستان په شريکه پوله پوځي ګشت

د هند او پاکستان په شريکه پوله پوځي ګشت

د پاکستان په سيالکوټ کې په شريکه پوله د هندي او پاکستاني سرتيرو تر منځ د ډزو په تبادله کی اته کسان وژل شوي او تر ۴۰ زيات ژوبل شوي دي.

د پاکستان په سيالکوټ کې په شريکه پوله د هندي او پاکستاني سرتيرو تر منځ د ډزو په تبادله کی اته کسان وژل شوي او تر ۴۰ زيات ژوبل شوي دي.

دواړه غاړې په يو بل د ډزو د پيل تورونه لګوي.

د جمعې پر ورځ د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې آی ایس پي آرپه يو بيان کې ويلي دي چي د هندي سرتيرو په ډزو کې شپږ کسان وژل شوی دي او د ۲۲ښځو په ګډون۴۶ کسان ژوبل شوي دي. بلخوا د هند د سرکاري ريډيو په ويب پاڼه راغلي چې هم په دغه سيمه کې د پاکستاني سرتيرو په ډزو کې يې دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

که څه هم په ۲۰۰۳م کې هند او پاکستان په ګډه پوله په ډزبندۍ راضي شوي وو خو له تيرو څو مياشتو راهيسې دواړه خواوې په يو بل ددغه ډزبندې د خلاف ورزۍ تورونه لګوي.

له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د پاکستان د بهرنيو چارو او قامي امنيت سلاکار سرتاج عزيز به هند ته سفر کوي او د خپل هندي سيال سره به د دواړو هيوادونو تر منځ روان د تاؤ تريخوالي په راکمولو خبرې اترې کوي خو وروسته بيا دغه سفر وځنډول شو.

د دواړو ګاونډيو هيوادونو، چې اتومي وسلې هم لري، تر منځ په روان تاؤ تريخوالي د امريکا په ګډون د نړې يو شمير نورو هيوادونو هم انديښنې څرګندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG