د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټرعبدالمالک: د بلوڅ جلا وطنه مشرانو سره به خبرې کوو


د بلوچستان صوبايي حکومت د جلاوطنه خپلواکي غوښتونکي بلوڅ مشر براهمداغ بګټي د هغې خبرې هرکلى کړى چې نوموړي له پاکستاني چارواکيو سره د مذاکراتو لپاره امادګي ښوولې.

د بلوچستان صوبايي حکومت د جلاوطنه خپلواکي غوښتونکي بلوڅ مشر براهمداغ بګټي د هغې خبرې هرکلى کړى چې نوموړي له پاکستاني چارواکيو سره د مذاکراتو لپاره امادګي ښوولې.

د بلوچستان وزيراعلا ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د پنجشنبې پر ورځ په کوټه کې له پاکستاني رسنيو سره د خبرو پر وخت وويل چې دوی له ډېره وخته پر دې کار کوي چې جلا وطنه بلوڅ مشران خبرو اترو ته آماده کړي.

نوموړي زياته کړه چې د براهمداغ بګټي په ګډون به له نورو جلاوطنه بلوڅو مشرانو سره هم د خبرو اترو لپاره يو جرګه وروبلي او بيا به يو پلاوی هم ور ولېږي چې د بلوڅ، پښتنو او هزاره قوم سياسي او قبايلي مشران به پکې شامل وي.

براهمداغ بګټي تر دې مخکې ټينګار کاوه چې د بلوچستان له خپلواکۍ پرته پر بله هېڅ موضوع مذاکرات نه کوي خو نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې که يې د ګوند ملګري او بلوڅو اکثريت دا ومني چې له پاکستاني چارواکو سره بايد خبرې وشي نو خپلې غوښتنې به ورته وړاندې کړي.

براهمداغ بګټي د وژل شوي سپين ږيري بلوڅ ملتپال مشر نواب اکبر خان بګټي لمسی دی چې دا وخت په سويټزرلېنډ هېواد کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG