د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې افغان ځواکونو عملیات پیل کړي


د افغانستان امنیتي ځواکونو د هلمند ولايت د موسا کلا ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري وايي چې د دغه وزارت مرستیال د عملیاتو د څارنې لپاره پخپله هلمند ته تللی دی. له بلې خوا د هلمند د والي ویاند عمرځواک تېره شپه مشال راډيو ته وويل چې د وسله والو په ضد هوايي او مځکني عملیات دوام لري.

موسا کلا ولسوالۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ وسله والو طالبانو له څو ورځې محاصرې وروسته ونیوله.

د وروستیو راپورونو له مخې د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو او د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره ناټو او امريکايي ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ پیل کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG