د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر د پېښورـ تورخم نوې لارې پرانیسته وکړه


د خیبر تاریخي دروازه
د خیبر تاریخي دروازه

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د خیبر پښتونخوا د ګورنر سردار مهتاب عباسي سره یوځای نن د خیبر ایجنسۍ په شاګۍ سیمه کې د پېښور او تورخم ترمنځ د سرک پرانیسته وکړه. دواړه مشران چې د خیبر ایجنسۍ په دوره ورغلي وو ، په لواړګي کې یې یوې قبایلي جرګې ته ویناوې هم وکړې.

قبایلي جرګې ته د ونیا په وخت د پاکستان ولسمشر وویل ، په خیبر ایجنسې کې د « خیبر یو » او « خیبر دوه » عملیاتو په نتیجه کې سیمه له وسلوالو نه پاکه کړې شوې او ترهګر له منځه وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د قبایلی سیمو نه بې کوره شوي خلک بیرته خپلو سیمو ته ستانه شوي،او د خیبر ایجنسۍ د باړې په ګډون یې په نورو قبایلي سیمو کې هم د بیا بحالۍ او پرمختیایی کارونه پیل کړي دي.

نوموړی وزیاته کړه چې د پیښور او تورخم ترمنځه سړک جوړیدو سره به افغانستان او وسطی آسیا سره په تجارت کې اضافه وشی او په سیمه کې به ورسره خوشالي راشي. ده دا هم وویل چې وفاقی حکومت ته امر کوي چې د قبایلی سیمو ستونزې دې په ترجیحی بنیادونو باندې هوارې کړي.

د دغې دورې په وخت په سیمه کې سخت امنیتي ګامونه پورته کړل شوی وو،او په اکثره ځایونو کې کرفیو لګول شوې وه، د لواړګي بازار هم بند کړی شوی و او د خیبر درې په لویه لاره باندې ټریفک هم بند و.

او ځایی خبریالانو ته هم د کوریج لپاره اجازه ور نه کړل شوه،

XS
SM
MD
LG