د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې د امن لښکر یو مشر ووژل شو


د باجوړ قبايلي سيمې پوليټکل چارواکي وايي چې نن(پنجشنبه) سهارپه بره چمرکنډ کې د دغه سیمې د امن لښکر یو مشر ملک رحیم ګل په بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د چارواکو په خبره پر ملک رحیم ګل دغه بريد د هغه د کور نه بهر شوی دی.

وژلي شوي ملک رحيم ګل په سیمه کې د حکومتي امن لښکر یو مشر وو.
په دې چاودنه کې بل چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پاکستاني طالبانویو ویاند محمد خراساني مشال راډیوته په يو استول شوي پیغام کې د ملک رحیم ګل د وژنی پړه په خپل سر منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG