د لاسرسي ځای

تازه خبر

"چين پاکستان اقتصادي راهداري پښتونخوا وطن ته قبوله نه ده"


د چين او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د اوسنۍ بڼې په ضد د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د حکومتونو او سياسي او ولسي ډلو لخوا اختلافي احتجاجونه لا اوس هم پای ته نه دې رسېدلي.

د چين او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د اوسنۍ بڼې په ضد د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د حکومتونو او سياسي او ولسي ډلو لخوا اختلافي احتجاجونه لا اوس هم پای ته نه دې رسېدلي.

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت ويلي چې د اقتصادي راهدارۍ ګټې به ټولو صوبو ته رسيږي خو يادې ډلې او حکومتونه اوس هم دا دريځ لري چې ټولې پرمختيايي پروژې په پنجاب او ځينې يې په سند صوبه کې جوړيږي.

د چين او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د پروژې پلان د ۲۰۰۰م کال په لومړۍ لسيزه کې د هغه وخت د واکمن پروېز مشرف په دور کې رامنځ ته شو چې هدف يې ((يوه سيمه يوه لاره)) وه. بيا وروسته د پاکستان پيپلز ګوند په حکومتي دوره کې د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري په مشرۍ د پروژې پلان بشپړه شو.

تر هغه وروسته چې کله د ۲۰۱۳م کال په عامو انتخاباتو کې د پاکستان مسلم ليګ نواز ډله په واک کې راغله نو د دې پروژې د عملي کېدو پر چارو کار پېل شو او د ۴۶ بلينه ډالرو په لګښت سره يې پرانسته وشوه. د راهدارۍ د نقشې او پلان په ضد سمدستي د خېبر پښتونخوا او بلوچستان د حکومتونو او سياسي او ولسي ډلو لخوا اختلافي احتجاجونه پېل شول چې اوس هم دوام لري.

په پېښور کې د پښتونخوا ولسي تحريک په نامه د يوې مدني ټولنې مشر سيد عالم مسود د دې راهدارۍ د جزياتو په اړه مشال راډيو ته وويل:

((په دې کوريډور کې شپږ شيان دي. يو خو د سړک لاره ده چې موټروې ورته وايي، بل د رېل لاره ده چې ورته رېلوې وايي او د دې کم تر کمه رفتار به په ګنټه کې ۱۲۰ کلوميټره او زيات رفتار به يې ۲۲۰ کلوميټره وي. دريم به د تيل او ګېس پايپ لاين وي. څلورم به فايبر آپټيک کېبل وي. پنځم تجارتي مرکزونه او شپږم صنعتي زونونه دي. د دې شپږو علاوه پنجاب صوبې نور هم ورته زيات کړي دي او ۱۳ ته يې رسولي دي چې په هغه کې يې مايع ګېس، ټرانسميشن لاينونه، امنيتي چوکۍ او داسې نور شيان هم اچولي دي.))

په دا وروستيو کې په اسلام آباد کې د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا په دې اړه ټول ګونديزه غونډه هم وربلل شوې وه تر څو د وړو صوبو تحفظات ختم کړي. پر دې موقع د پاکستان د پلان او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ويلي و چې له يادې راهدارۍ به ټولې صوبې برخمنې شي. د بلوچستان په صوبايي حکومت کې د شريک واکمن ګوند پښتونخوا ملي عوامۍ ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ چې د کوريډور کمېټۍ غړی هم دی وايي چې وزيراعظم نواز شريف او د ده د کابينې غړو وعده خلافي وکړه او د راهدارۍ له نقشې او وفاقي بوديجې څخه دوی ته مالومه شوه چې د غربي لارې لپاره په دې کې هيڅ هم نشته.

((موږ خو د پاکستان مرکزي حکومت ته په غونډه کې وويل چې تاسو خو له چاينا پاکستان ايکونومک کوريډور څخه غربي کوريډور ګر سره ايستلی دی. ځکه چې شرقي کوريډور، چې موږ د پنجاب کوريډور ورته وايو، دې ته دوی په سږ کال بجټ کې څه باندې ۹۵ اربه روپۍ ايښي دي چې په دې کې موټر وې ده، او بيا ۷۸ اربه روپۍ يې رېلوې ته ايښي دي. بلخوا پر غربي کوريډور باندي نه موټر وې سته او نه څلور لاينه های وې سته. رېلوې هم يو کلوميټر نسته. دا انرجي زون. صنعتي زون. اقتصادي زون، پايپ لاين، دا خو د دې وروسته خبرې دي، د هغه خو بېخي هيڅ نوم و نښان نسته.))

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت هم په دې لړ کې په څرګند ډول د مرکزي حکومت د پلان مخالفت کړی او په وار وار يې ويلي چې د سړک پرته يې نورې پروژې او کارخانې دې صوبې ته نه دې ورکړي. دا چې اوس به د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبايي حکومتونه څه ډول غبرګون ښيي؟ عثمان کاکړ يې په ځواب کې وايي:

((په دا وروستيو کې د چين په کاشغر کې يوی لوی کانفرنس وسو چې زموږ د صوبې خلک هم تللي وو او د مُلک خلم هم تللي وو. موږ هلته يو کتابچه وړاندې او تقسيم کړه چې په هغه کې موږ د کوريډور مانا ذکر کړې وه او ليکلي مو وو چې کوريډور بايد داسې جوړ سي. دا کتابچه موږ د پښتونخوا ملي عوامۍ پارټۍ او د صوبايي حکومت لخوا وړاندې کړه. پر دې موقع چينايي او پاکستاني دواړه واکداران ناست وو. بيا وروسته په اسلام آباد کې موږ دا مطالبه وکړه چې وزيراعظم نواز شريف به زموږ د کوريډور کمېټۍ ته د ملاقات وخت راکوي. کوريډور کمېټۍ به له احسن اقبال څخه نه بلکې له نواز شريف څخه دا وضاحت غواړي چې پر دې غربي کوريډور باندې موټر وې سته که نسته، رېلوې سته که نسته، انرجي پروجېکټ سته که نسته او صنعتي زون سته که نسته؟ تر دې وضاحت وروسته به د پښتونخوا وطن ګوندونه خپله تګلاره جوړوي. په اوسنۍ بڼه کې موږ ته دا کوريډور په هيڅ صورت قبول نه دی))

بلخوا امريکايي وېبپاڼې فوربز هم د دې راهدارۍ په اړه په يوې تازه خپرې شوي مقالې کې ليکلي چې د ګېس او کويلې په ګډون د توانايي يو شمېر پروژې په پنجاب او سند صوبو کې تر سره کيږي.

له پلان سره سم به دا اقتصادي راهداري د چين له کاشغره بيا د پاکستان تر ګوادره پورې غځول کيږي . دا راهداري به خليج فارس ته د چين ۱۰ زره کلوميټره اوږده لاره چې دوی به په ۴۵ ورځو کې سر ته رسول، ۱۰ ورځو ته را کمه کړي.

XS
SM
MD
LG