د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې د کډوالو ۵۰ مړي موندل شوي


د لیبیا په ساحل کې نژدې ۵۰ مړي په یوې بیړۍ کې چې مهاجر لیږدوي، موندل شوي دي.

د ایټالیا سمندرغاړو ځواکونو وویل، نژدې ۴۴۰ کسان یې همدا راز د چارشنبې پر ورځ له دې بیړۍ څخه ژوندي راوایستل.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې دا کډوال څرنګه مړه شوي دي.

د اګست په لومړیو کې همد ایټالیا سمندري ځواکونو په یوې کښتۍ کې نهه څلویښت مړي پيدا کړي وو.

د هغو کډوالوپه اړه داسې فکر کیده چې د کښتۍ په لاندې برخه کې یې د اکسیجن د کمبود له امله ساه بنده شوې.

تراوسه روان میلادي کال تر۲۳۰۰ ډیر مهاجر چې هڅه یې کوله د مدیترانې د اوبو له لارې اورپا ته تیر شي مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG