د هلمند والي وایي چې د موسی کلا د ولسوالۍ د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره عملیات روان دي چې وړمه شپه او د چارشنې پر سهار وسله والو نیولې وې.
د هلمند والي میرزا خان رحیمي دا راپورونه رد کړل چې موسی کلا ولسوالۍ په بشپړه توګه طالبانو نیولې ده:
((دغه اوس زموږ قطعات هلته په فعالیت کې دي.د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ پخوانۍ ودانۍ وې له هغو مو ځواکونه په شا شوي دي، خو دا خبره چې ولسوالۍ بشپړه د طالبانو په لاس کې ده، داسې نه ده.))
موسی کلا ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې دولت مخالفه وسله والو محاصره کړې وه.