د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره اېجنډا جوړه شوې”


د خېبرایجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړی حاجي شاه جي ګل وايي چې دوی د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره ایجنډا جوړه کړې چې د منظورۍ لپاره به یې ډېر ژر حکومت ته وړاندې کړي.

نوموړي د سېشنبې پر ورځ مشال راډیووویل چې په دې اینجډا کې د قبایلي ولس خپلو سیمو ته بېرته ستنېدل،د ایین ارټیکل ۲۴۷م ختمول او فاټا ته د صوبي حیثیت ورکول او یا بلې صوبي سره یو ځای کول شامل دي.

حاجي شاه جي ګل زیاته کړه ، که حکومت د دوی دا ایجنډا ونه منله نو د قبایلي سیمو د خپلواکۍ لپاره به د ولس په کچه یوه تحریک شورع کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG