د امریکا دفاع وزارت پرون (سه شنبه) وویل چې له ترکیې سره یې د یوې موافقې تخنیکي اړخ بشپړ کړی چې پر اساس به یې ترکیه د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش پر ضد په عملیاتوکې ګډون وکړي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند پیټر کوک د سېشنبې پر ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا موافقه په راتلونکو څو ورځو کې عملي کېږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو هم ویلي چې د داعش پر ضد به پراخ او هماهنګ پوځي عملیات پيل شي.