د لاسرسي ځای

ملګرو ملتونو د سېشنبې پر ورځ ویلي دي چې د بالکان هېوادونو له لارې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د تلونکو کډوالو شمېره د ورځې پر حساب ۳۰۰۰ ته د رسیدو امکان دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي دي، امکان دی چې د یونانه د مقدونیا له لارې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال تېریږي.

دغه کډوال د مینځنې ختیځ او د نورو هېوادونونه د جګړو او د بنیادي سهولتونو نه لرلو له وجې اروپا ته ورځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویانده ملیسا فلیمینګ ویلي دي، دوی نه ویني چې په راتلونکو میاشتو کې به د کډوالو راتلل ختم شي.

XS
SM
MD
LG