د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۲۵ وسله وال وژل شوي دي

افغان چارواکي وايي چې د هلمند ولايت په سرحدي ولسوالۍ خانشین کي د تیرو دوه ورځو راپه دېخوا د سرحدي پولیسو ، ملي اردو ، ملي پولیسو او ملي امنیت سره په ګډو عملیاتو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هلمند کې د ۶۰۴م سرحدي زون درستیزوال مل پاسوال حمیدالله صدیقي وایي چې د خانشین ولسوالۍ په اړونده سیمو کې يې د تېرو دوه ورځو راپه دېخوا د ظفر په نوم په روانو عملياتو کې ۲۵ وسلوال طالبان وژلي چي د نهو جسدونه په سیمه کې دسرحدي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

نوموړي زياته کړه چې د عملياتو پر مهال يې يو شمېر وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

د چارواکو په وينا تر دې مهاله د خانشین ولسوالۍ دقلعه نو ، شبو ، خرابه او خیراباد سیمې له وسله والو پاکې کړي دي.

د صديقي په خبره په دې عملياتو کې تر اوسه يو افغان سرتېری او يو ولسی وګړی وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG