د لاسرسي ځای

د « مکتب » سکولونو ختمول ، د زدکونکیو ستونزې زیاتوي


د پښتونخوا یو سکول

د پښتونخوا یو سکول

په دې ورستیو کې د خېبرپښتونخوا حکومت وېلي چې په جوماتونو او حجرو کې په عارضي توګه قایم شوي د « مکتب » په نوم سکولونه به په ورڅیرمه پرایمري سکولونو کې شاملوي. دا راز هغه مکتب سکولونه چې پکې د زدکونکیو شمېر له دېرشو کم وي په مکمله توګه به له منځه وړل کیږي.

په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې بیلا بیلو سیاسي ګوندونو ددې فېصلې مخالفت کړی دی. پخواني صوبايي وزیر او د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند یو مشر قاري محمود په دې هکله مشال راډیو ته وویل :

« د صوبې په وروسته پاتې سیمو او په خاصه توګه سوات کې چې غرئیزه سیمه ده ، سکولونه ډېر کم وو او له ډېرې مودې راهیسې پکې مکتب سکولونو دغه کمی پوره کړی و او ددې سیمې ماشومان د تعلیم نه محرومه نه وو. اوس چې حکومت وايي دغه مکتب سکولونه به په پرایمري سکولونو کې ضم کوي نو له دې سره به دا ماشومان متاثره کیږي. مونږ دا غواړو چې حکومت دې مکتب سکولونه نه ختموي بلکه که ممکنه وي نو هلته دې د شپږ، شپږ کمرو پرایمري سکولونه جوړ کړي.»

نوموړی وايي صوبايي حکومت د بجټ د کمي ګیله نشي کولی ځکه چې هرکال د بجټ پېسې د نه لیګدو له وجې ضایع کیږي.

بلخوا د قومي وطن پارټۍ د سوات ضلعې صدر فضل الرحمان وايي صوبايي حکومت اعلانات کوي خو د عملي کیدلو پلان یې نلري.

« مونږ صوبايي حکومت ته دا خبره کوو چې په کومه برخه کې تاسو نه پوهیږئ نو له هغو خلکو سره سلامشوره وکړئ چې تجربه لري. مثلاً دوی په سکولونو کې د ماشومانو د داخلو کمپاین شورو کړو، اوس ماشومان خو به سکولونو ته راولئ، خو د هغې لپاره ودانۍ او استاذان هم پکار دي. د زیاتره سکولونو په یوه، یوه کمره کې دوی دوه سوه ماشومان کینوي او یو استاذ ورته سبق ښايي، نو دا څنګه تعلیم دی؟ بیا دا اوس وایي چې هم دې سکولونو کې مکتب سکولونه هم شاملوي نو ددې به څه حال وي؟»

نوموړی زیاتوي چې د مکتب سکولونو کارکردګي هم د څارنې لاندې راوستل پکار ده.

هلته په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامی نېشنل ګوند غړی جعفرشاه بیا وايي که دې لړ کې صوبايي حکومت خپله پالیسي واضح نکړه نو دوی به په صوبايي کچه ټول ګوندیزه غونډه راوبلي:

« زمونږ د 1973 م کال د آیین د آرټیکل25Aلاندې د ریاست دا ذمه واري ده چې په هېواد کې د پنځه کالو نه د شپاړسو کلونو د عمر پورې هر ماشوم ته به بنیادي او لازمي تعلیم ورکوي. د اتلسم آییني بدلون نه پس دا ذمه واري صوبو ته منتقل شوې ده. په دې لړ کې به مونږ په اسمبلۍ کې هم غږ پورته کوو او که حکومت ورته غوږ نه نیسي نو بیا ممکنه ده چې عوامي نېشنل ګوند په صوبه کې د تعلیم په اړه د ټول ګوندیزه غونډې په رابللو غور وکړي.»

خو د صوبايي اسمبلۍ غړیې او د وزیراعلی مشیر عبدالمنعیم خان وویل چې صوبايي حکومت په دې فېصله سر دوباره غور کړی دی:

« په دې لړ کې ما د وزیراعلی سره هم لیدلي او ددې نه وړاندې ورسره هم ما ټیلیفوني خبرې کړي دي. او هغه مې په دې مسله خبر کړې دی. په دې هکله هغه هدایات جاري کړي چې یوازې هغه مکتب سکولونه به ختمیږي کومو کې چې د زده کوونکو شمېر ډېر کم وي او بل پرایمري سکول ورته نږدې وي. د دغو سکولونو استاذان به هم دغه پرایمري سکولونو ته لیږدول کیږي چې دا راز په حکومت بوج کم وي، او ددغه استاذ نه هم زیاتو ماشومانو ته ګټه ورسي. نو دا مسله حکومت په پام کې نیولې ده.»

څیړونکي دا نظر لري چې تحریک انصاف د بدلون د نعرې سره په خېبرپښتونخوا کې واک ترلاسه کړی او د بدلون لپاره تعلیم اولنۍ پوړۍ ده، پکار دي چې دې برخې کې بیړني ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG