د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست خلک له وسلوالو مخالفینو د سولې غوښتنه کوي


د خوست مشران په سوله غږیږي
د خوست مشران په سوله غږیږي

د خوست یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځو او مدني فعالانو د افغان حکومت له وسلوالو مخالفینو وغوښتل، چې د خپل هېواد او خلکو پر وړاندې له جنګه لاس واخلي او سولې ته دې غاړه کیږدي.

دوی پر نړیواله ټولنه هم غږ وکړ، چې د افغانانو په کلیو او سیمو کې دې د ترهګرۍ د ځپلو په نوم جګړه نه کوي، ځکه په دې هېواد کې ترهګر او د ترهګری پلویان نشته، بلکې د ترهګرو اصلي ځالې او روزنځایونه دې پیدا او هغه دې په نښه کړي.

د دوشنبې پر ورځ هغه غونډه، چې د سولې په بهیر کې د علماوو، مشرانو او ښځو د رول تر سرلیک لاندې د سولې شورا په بلنه جوړه شوې وه، دیني عالمانو او قومي مشرانو ورکې په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانانو هېواد، ژبه، کلتور او نور ارزښتونه مشترک دي او باید په ګډه يې ساتنه وکړي.

یو تن دیني عالم مولوي شرف الدین اشرف وویل، په افغانستان کې موافق او مخالف هر څوک سوله غواړي، نو کله چې د افغانانو هیلې شریکې دي، دوی ته په کار ده، چې دا مشترکات په ګډه وساتي او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي:

« د ګاډی والا نه که پوښتنه وکړې، چې سوله غواړې او کنه، غواړي يې، که شپون نه وپوښتې سوله غواړي ؟ خامخا درته وايي چې هو ، هرڅوک سوله غواړي. نو چې وطن مو یو، رئیس جمهور مو یو، کور مو یو، ژبه مو یوه، قانون مو یو، خدای مو یو، قران مو یو او شریعت مو یو، نو بیاراځئ دې ټولو نه په مشترک ډول دفاع وکړو، جوړ يې کړو. خارجیان که هر څومره راغلل بیرته ولاړل، یوازې افغانان کولای شي، چې خپل کور په خپله جوړ کړي.»

د خوست د سولې د کمیټې مشر مولوي حنیف شاه حسیني پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د خپل هېواد او خپلو خلکو د ساتنې له پاره د هر چا سره سوله وکړي:

« سوله دښمن هم غواړي، مخالف يې هم غواړي،د افغانستان حکومت يې هم غواړي، خو سوله نه کیږي، خو علت به يې د سولې په عالي شورا کې وي، یا به په حکومت کې وي او یا به په طالب کې وي، ملایان موجود دي، د اسلام له نظره سوله د مسلمانانو په منځ کې هم شته، سوله د مسلمان او مشرکینو تر منځ هم شته، زه په طالب دا غږ کوم چې له ناټو سره هم سوله جایز ده، سوله د امریکې سره هم جایز ده، سوله چې اسلام ته او ملک ته، د خلکو دستور ته ضرر نه رسوي، سوله په هر وخت کې واجبه او لازمه ده.»

د خوست ولایتي شورا رئیس امیرالله زړه سواند وویل، چې د افغانانو په کلیو او بانډو کې ترهګري نشته، نو دوی دې د ترهګرۍ عوامل او اصلي ځالې پیدا او ترهګرو سره دې په هماغه ځای کې جګړه وکړي:

« موږ سولې او امن ته ضرورت لرو، دا د تروریزم میدان نه دی، تروریزم په هر ځای کې چې دی هلته باید تعقیب شي، نه په افغانانو کې تروریزم شته او نه افغانان د تروریزم مل دي، فلهذا زموږ غوښتنه له بهرنۍ نړۍ نه داده، چې په افغانستان کې د جنګ د دوام او د سولې د نه راتلو عوامل دې پیدا کړی. »

د ښځو په استازیتوب د ولایتې شورا غړې وږمه ارزو وايي، چې سوله د نارینه وو په شان د ښځو له پاره هم مهمه ده.

نوموړې له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې ښځې په مادي او معنوي لحاظ حمایه کړي، تر څو دوی د سوله غوښتنې پیغام کلیوالي او اطرافي میرمنو او ښځو ته ورسوي:

« په سوله کې د ښځو رول مهم دی او باید دوی حمایه شي، زه د ولایتي شورا غړې یم او غواړم په هره ولسوالۍ کې د سولې په اړه کار وکړم، ترڅو دوی خپلو اولادونو سره د سولې په اړه کار وکړي، ځکه یوه ښځه کولای شي چې خپل مرور وروڼه، اولادونه او د کورنۍ نور نارینه له جنګه راوګرځوي .»

په خوست کې داسې مهال دیني عالمان او مشران د افغان حکومت وسلوال مخالفین سولې ته هڅوي، چې افغان حکومت هم په دې وروستیو کې ویلي، چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له هر اقدام څخه هرکلی کوي.

افغان حکومت ویلي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد دریځ درک کړی او په دې برخه کې باید جدي همکاري وکړي.

دا ډول څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې افغان حکومت له پاکستانه وغوښتل، چې ترهګري په هغه شان چې ځان ته یې تعرفوي د افغانستان لپاره هم تعریف او په وړاندې یې جدي مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG