د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د ترهګرۍ پېښو کې شپیته فیصده کمی راغلی"


د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ناصرخان دراني
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ناصرخان دراني

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ( انسپکټرجنرل ) ناصرخان دراني وايي د پولیسو د ښې کارکردګۍ له وجې په یاده صوبه کې امنیت ښه شوی او د بدامنۍ په پېښو کې کمی راغلی دی.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ پېښور کې په شرقي تاڼه کې د راپور ورکولو د یوې نوې خونې د پرانیستلو پرمهال وکړې. دراني زیاته کړه :

« نوې شمیرې ښايي چېد ترهګرۍ پېښو کې شپیته فیصده کمی راغلی. په تلفاتو کې پنځه شپيته فیصده کمی لیدل کیږي. د تاوان لپاره د خلکو د تښوتل کیدو پېښې پنځوس په سلو کې کمې شوې دي. »

ناصرخان دراني وویل چې دا هرڅه د پولیسو د ادارې د ښې کارکردګۍ له وجې مخې ته راغلي دي. نوموړي دا هم وویل چې په تیر یو کال کې زیات شمیر ترهګر نیول شوي دي.

په دې موقع د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک هم موجود و. نوموړي وویل دوی د خیبر پښتونخوا په سلو تاڼو کې د راپور ورکولو نوی سیسټم پرانیزي او موخه یې د پولیسو د مرکزونو د وضعې ښه کول او د خلکو د ستونزو زر حل کول دي.

XS
SM
MD
LG