د لاسرسي ځای

اشرف غني : د ترهګرو پر ضد به ټول امکانات استعمالوو


افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ملګرو ملتونو په کابل ښار کې پرونۍ چاودنه په سختو ټکو کې وغندله.

پرون د کابل ښار د مکرویانو په سیمه کې د یو روغتون مخې ته ځان وژونکي موټري بمي چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۲ کسان یې ووژل او تر شپږ شپیتو زیات یې ټپیان کړل.

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبر پاڼه د ولسمشر اشرف غني له خولې وايي ، د هغو کسانو پر ضد به له ټولو امکاناتو کار اخیستل کیږي چې د داډول بریدونو تر شا لاس لري . ولسمشر غني زیاته کړې چې وسلوالو د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې توان له لاسه ورکړی او اوس یې دا ډول بریدونو ته مخه کړې چې قربانیان یې ولسي خلک دي.

بل پلو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې « یوناما » هم دا برید غندلی دی. یوناما د خپل ټویټر اکاونټ له لارې په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو لورو غوښتي چې سمدستي دې د ملکي خلکو پر ضد دا ډول بریدونه بند کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په يو بيان کې د کابل د بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

اخوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوی بیان کې په دې برید کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړي دي .

XS
SM
MD
LG