د لاسرسي ځای

د هند او پاکستان ترمنځ د سولې اوسنۍ خبرې لغوه شوې


د واهګا پوله

د واهګا پوله

د هند او پاکستان تر منځ د سولې خبرې اترې له پیلېدو څخه یوه ورځ مخکې منسوخ شوې.ټاکل شوې وه چې دا خبرې اترې نن او سبا په نوي ډیلي کې وشي،خو راپورونه وايي د خبرو اترو د اجنډا په سر د دواړو لورو ترمنځ اختلافات ددې خبرو اترو د منسوخ کیدو سبب شول .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دا خبرې اترې یې ځکه منسوخ کړې چې د دوی په باور کومه ګټه به ونه لري.

دواړو هیوادونو له اونیو راهیسې یو بل تورنول چې خبرې اترې یې له خطر سره مخ کړې دي .

راپورونه وایی پاکستان غوښتل په دې خبرو اترو کې د کشمیر مسئله هم و څيړل شي خو هندوستان بیا ددې خبرو اترو تمرکز پر ترهګرۍ ساتل غوښتل.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خالي په ورځ په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي یوازې د ترهګرۍ په موضوع خبرې کافي نه دي، پکار ده چې په کشمیر ، سرکریک او سیاچین په ګډون په ټولو ناندریو خبرې وشي.

د خالي په مازیګر د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج په نوي ډیلي کې رسنیو ته وویل ، د روسيې په « اوفا » ښار کې د پاکستان د وزیر اعظم او د هند د ولسمشر ترمنځ په ملاقات کې ویل شوي وو چې د خبرو په راتلونکي پړاو کې به یوازې د ترهګرۍ په موضوع خبرې کیږي.

کارپوه اعجازخټک

کارپوه اعجازخټک

د سیاسي چارو کارپوه اعجازخټک وايي د خبرو نه کیدل به د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ واټن نور هم زیات کړي.نوموړي مشال راډیو ته په مرکه کې وویل :

« زما خیال دادی چې د خبرو دا پړاو ډیر مهم و ، دا واضحه ده چې ټولې شخړې به نه حل کیدې، خو یوه پروسه به روانه شوې وه.»

د نوموړي بشپړه غږیزه مرکه دلته واورئ:

XS
SM
MD
LG