د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې ځانمرګي برید ۴ وژلي او ۱۷ ټپیان دي


د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د څلورم ملکروریانو په سیمه کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله هم لري.

د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د څلورم ملکروریانو په سیمه کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله هم لري.

په سیمه کې د مشال راډيو خبریال د عیني شاهدانو په حواله وایي چې برید د بهرنیو اتباعو پر موټر شوې؛ خو ولسي وګړو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

برید نن (شنبه) څلور بجې او شل دقیقې د شینوزاده روغتون مخې ته وشوه او داسې ښکاري چې د موټر بم په وسیله شوې ده.

تراوسه د کابل امنیتي چارواکو د دې برید په اړه له رسنیو سره خبرې نه دي کړي.

بلخوا د وزیر اکبرخان روغتون موظفو ډاکترانو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې په برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

ویل کیږي په وژل شوو کې یو بهرنی تبعه هم شامل دی.

تراوسه چا د دې برید پړه چا نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG