د لاسرسي ځای

خوست : د شمالي وزیرستان کډوال ستنېدو ته زړه نه ښه کوي


په خوست کې د شمالي وزیرستان د کډوالو یوه غونډه

په خوست کې د شمالي وزیرستان د کډوالو یوه غونډه

خو په خوست کې د ميشت کډوالو يو مشر قاري فضل الرحمن داوړ وايي، دا شمير کم دی او ډير خلک اوس هم بيرته د تلو په اړه زړه نا زړه دي.

پراګ: د پاکستان د پوځي عملیاتو له کبله له شمالي وزيرستان د بې کوره کړل شوو خلکو خپلو سیمو ته د ستنېدو لړۍ روانه ده.

په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د بنو او نورو سیمو تر څنګ د ډیورنډ کرښې له هغې بلې خوا خوست څخه هم شاوخوا دوه نیم سوه کسان شمالي وزیرستان ته ستانه شوي دي.

خو په خوست کې د ميشت کډوالو يو مشر قاري فضل الرحمن داوړ وايي، دا شمير کم دی او ډير خلک اوس هم بيرته د تلو په اړه زړه نا زړه دي.

په خوست کې د وزيرستان څه دپاسه دوه نيم لکه کسان په کېمپونو کې ميشت دي.

د مشال راډیو عبدالحي کاکړ په دې اړه له قاري فضل الرحمن داوړ سره مرکه کړې او په سر کې يې د خوست کډوالو د ستنېدو په اړه پوښتنه کړېده.

XS
SM
MD
LG