د لاسرسي ځای

د امریکا په هوايي برید کې د داعش ډلې مرستیال مشر وژل شوی


د امریکا حکومت وايي په روانه اونۍ کې د داعش ډلې مرستيال مشر په عراق کې د امریکا په یو هوايي برید کې وژل شوی دی.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند نیډ پرایس وویل: “فاضل احمد الحیالي هغه مهال په یو هوايي برید کې ووژل شو چې په ۱۸اګست موصل ښار کې په خپل موټر کې روان وو.”

نوموړي د اسلامي دولت وسله والې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي مرستیال او د شام او عراق ترمنځ د وسلو، مهماتو او افرادو د انتقال مسوول وو.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند د الحیالي وژنه پر اسلامي دولت وسله والې ډلې یو دروند ګوزار بللی دی.

د ابو عبدالله په نوم د داعش د رسنیو یو بل مسوول هم په دې هوايي برید کې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG